میدان وردګو کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۲ - ۱۱:۵۲
میدان وردګو کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه

۲۲ غبرګولی ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۳ ذو القعدة ۱۴۴۴ ه‍.ق
د میدان وردګو په ولایت کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو د تخنیکي پلاوی رييس په مشرۍ ناسته ترسره شوه.
یادې کمیټې د معمول سره سم خپل منځي ناسته وکړه، په ناسته کې د خلکو د عریضو دموضوعاتو څېړنه او ارزونه ترسره شوه.
په یاده ناسته کې د امارتي (سلطاني) عامه مرعي او وقفي غصب شویو ځمکو، د غصب مخنيوي او استرداد کمیسون، میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګو او مالدارۍ وزارت او د دې ولایت مقام لخوا تخنیکي پلاوی ته د محول شوو موضوعاتو له هر اړخیزې څېړنې وروسته لازم اجرائت ترسره شول.
باید وویل شي، چې د میدان وردګو ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۳:۵۹
Background image

ننګرهار کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق                                                                     
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د هسکه مېنه،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۰:۲۳
Background image

د نورستان کامدېش کې زرګونو کورنیو ته د کوچنیو کرنیزو کاروبارونو د پیاوړتیا په‌پار نغدي مرستې ووېشل شوې

۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د«ارارډي‌پي‌او» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د خوړو نړۍوال پروګرام «ډدبلیوافپي». . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۰:۱۲
Background image

کونړ کې د بروسلوز ناروغۍ پر وړاندې د څارویو د واکسین کمپاين پيل شو

۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ خدماتو او څارویو د روغتیا آمریت په همغږۍ او د ملګرو ملتونو ملتونو د خوړو او. . .

بازگشت