میدان وردګو کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۷ - ۱۴:۵۶
میدان وردګو کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه

۱۷ غبرګولی ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۸ ذو القعدة ۱۴۴۴ ه‍.ق
د میدان وردګو په ولایت کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو د تخنیکي پلاوی رييس په مشرۍ ناسته ترسره شوه.
یادې کمیټې د معمول سره سم خپل منځي ناسته وکړه، په ناسته کې د خلکو د عریضو دموضوعاتو څېړنه او ارزونه ترسره شوه.
په یاده ناسته کې د امارتي (سلطاني) عامه مرعي او وقفي غصب شویو ځمکو، د غصب مخنيوي او استرداد کمیسون، میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګو او مالدارۍ وزارت او د دې ولایت مقام لخوا تخنیکي پلاوی ته د محول شوو موضوعاتو له هر اړخیزې څېړنې وروسته لازم اجرائت ترسره شول.
باید وویل شي، چې د میدان وردګو ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳ - ۱۳:۴۷
Background image

د عشر او زکات ټولولو لوی رییس دفراه ولایت له والي سره وکتل

۳ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دعشر او زکات راټولولو لوی رییس مولوي محب الله انعام د عشر او زکات راټولولو په برخه کې د سیمه ییزو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳ - ۱۳:۳۷
Background image

د کرنې وزارت پلاوي په چین کې د کرنیزو ماشینونو له فابریکو څخه لیدنه وکړه

۳ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې وزارت پلاوی، چې د یو کمربند او یوې لارې د کرنیزې پالیسۍ جوړونې په نړۍوال سیمینار کې د ګډون په موخه چین ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳ - ۱۲:۴۱
Background image

چین ته د کرنې وزارت د پلاوي سفر

۳ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت یو پلاوی د یو کمربند او یوې لارې د کرنیزې پالیسي جوړونې په نړۍوال سیمینار کې د. . .

بازگشت