میدان وردګو کې د عصري کرنې د ترویج په‌پار د سبو ننداریزې کروندې جوړې شوې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۶:۴
میدان وردګو کې د عصري کرنې د ترویج په‌پار د سبو ننداریزې کروندې جوړې شوې

۲۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د بزګرانو د ظرفیت لوړولو او عصري کرنیزو لارو چارو د ترویج په موخه د یاد ریاست په انګړ کې د بېلابېلو سبو ننداریزې کروندې کرل شوې.
ددغو ننداریزو کروندو د جوړولو موخه د کرنیزو نوښتونو عملي معرفي کول او د بزګرانو لپاره د زده کړو مناسب فرصت برابرول دي.
د مسؤلینو په وینا، په دغو کرل شویو ننداریزو قطعو کې ډول ډول سابه کرل کېږي، چې د سیمې له اقلیم او کرنیزو شرایطو سره سم انتخاب شوي دي.
چارواکي زیاتوي، یادې کروندې به د بزګرانو، زده کوونکو او د کرنې برخې مینه‌والو لپاره د عملي او مسلکي زده کړو د مرکز په توګه وکارول شي، څو وخت پر وخت ترې لیدنه وکړي، نوې تجربې ترلاسه کړي او له عصري کرنیزو میتودونو سره عملي بلدتیا ومومي.
د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست مسؤلین وایي، د دغو فعالیتونو اساسي موخه د بزګرانو د مسلکي وړتیاوو لوړول، د نويو کرنیزو طریقو دودول او د کرنیزو حاصلاتو زیاتوالی دی، څو د ولایت کرنیز سکتور لا پیاوړی شي.
د یادونې وړ ده، چې ننداریزې کرنیزې کروندې د بزګرانو لپاره د عملي زده کړو اغېزمنه وسیله بلل کېږي، چې له لارې یې کروندګر کولای شي نوې تخنیکونه په مستقیم ډول مشاهده او په خپلو ځمکو کې یې پلي کړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۹:۶
Background image

پکتیکا کې ۲۱۵ مستحقو بزګرانو ته کرنیز توکي ووېشل شول

۲۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش 
۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې، د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اویک مؤسسې له لوري د «په لویدیځ، سویلي او سوېل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۵:۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست له ولایتي مسوولینو سره د همغږۍ غونډه وکړه

۲۴ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست د ولایتي مسوولینو په ګډون د همغږۍ انلاین غونډه ترسره کړه.
په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۵۵
Background image

روزګان کې د څه باندې ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبولګولو پایپ‌سکیم پروژه پرانیستل شوه

۲۴ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د مرکز ترینکوټ اړوند د چنار کلي د سرکلا په سیمه کې د څه باندې دوه نیم میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبولګولو د پایپ‌سکیم پروژه. . .

بازگشت