میدان وردګو کې د سکتوري ادارو او غیر دولتي مؤسسو غونډه دائره شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۳۱
میدان وردګو کې د سکتوري ادارو او غیر دولتي مؤسسو غونډه دائره شوه

د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په تالار کې د سکتوري ادارو او غیر دولتي مؤسسو ترمنځ غونډه وشوه.
غونډه د قران کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. ورپسې، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس الحاج مولوي نیازمحمد عابد د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د غونډې پر اهمیت یې مفصلې څرګندونې وکړې.
نوموړي د سکتوري ادارو له مسؤلینو وغوښتل، چې په منظم ډول په دې غونډو کې ګډون وکړي، څو د خپلو فعالیتونو د ښه‌والي او همغږۍ بهیر لا پیاوړی شي.
په غونډه کې د کلیو پراختیا، چاپېریال ساتنې او کرنې ریاستونو اړوند او نورو ګډونوالو خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.
د غونډې په پای کې اړینې پرېکړې وشوې، چې موخه یې د سکتوري ادارو ترمنځ د همکاري لا پیاوړې کول دي. غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۲۲
Background image

د کرنې وزارت او ملي احصایې ادارې ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

٩ تله ۱۴۰۵ هـ.ش

١٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او ملي احصایې ادارې ترمنځ تخنیکي او د همغږۍ غونډه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۱۸
Background image

د کرنې وزیر د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له نوي استازي سره وکتل

٩ تله ۱۴۰۵ هـ.ش

١٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له نوي استازي تورهان صالح. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۳۴
Background image

ننګرهار کې لسګونو بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو ته مسلکي روزنه ورکړل شوه

٩ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
١٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په سره رود، چپرهار، کوزکونړ، کامې او هسکې مېنې ولسوالیو کې لسګونو بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو ته د کرنې او مالدارۍ په. . .

بازگشت