میدان وردګو ولایت کې ۶۰۰ مالدارانو سره نغدې مرستې وشوې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۵ - ۹:۳۸
میدان وردګو ولایت کې ۶۰۰ مالدارانو سره نغدې مرستې وشوې

د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «DCA» مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د مرکز میدان ښار په ګدون، د جلریز، سیدآباد، جغتو، چک او دایمیرداد ولسوالیو ۶۰۰مالدارانو او کوچیانوسره د څارویو خوراکي توکو پېرلو په پار د نغدو پیسو مرستې وکړې.
ددې مرستې په ترڅ کې یاد ۶۰۰ مالدارانو او کوچیانو هر یوه ته یې د څارویو خوراکي توکو پېرلو په پار ۲۵۵۰ افغانۍ ورکړل شوي دي.
د یادې ولسوالی له مالدارانو سره دغه مرستې په داسې حال کې ترسره شوې، چې مخکې هم د نوموړې مؤسسې له خوا په دې ولایت کې ګڼو مالدارو او کوچیانو سره ورته مرستې ترسره شوي دي.
په ورته مهال د سیمې مالدارانو او کوچیانو له یادې مرستې خوښي وښوده او په راتلونکي کې یې هم د لا نورو همکاریو غوښتنه وکړه.
ددې مرستې موخه د بېوزله مالدارانو ملاتړ او په ټوله کې په دې ولسوالی کې د مالدارۍ سکټور ودې ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۷
Background image

کندز کې د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه د کرنې وزارت د پلاوي سفر

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د زونونو په کچه د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست لوړپوړي پلاوي کندز ولایت ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۹
Background image

د ننګرهار کوز کونړ کې لسګونو کورنیو ته د هګیو چرګانو وېش؛ د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره مهم ګام

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ستاسو غږ مؤسسې) په همکارۍ، د کوز کونړ ولسوالی کې ۱۲۰ تنه راستنېدونکو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۶
Background image

د خوست دکرنې ریاست؛ د سپېرې ولسوالی د خامه سړک د بیارغونې پروژه په بریالیتوب بشپړه شوه

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هلوځلو، د سپېرې ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر مستقیمې څارنې لاندې، د «اکشن اېډ». . .

بازگشت