مالدارانو ته د معیاري چوپړتیاو وړاندې کولو په پار هڅې؛ کندهار کې پنځو پاراوټرنرانو ته روزنه ورکړل شوه
دکندهار د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د افغانستان لپاره دهالینډ کمېټې له لورې د کندهار ولایت مالدارانو ته د اسانتیاوو برابرولو او د مالدارۍ سکټور ودې او پراختیا ته دزمینې برابرولو په پار پنځه پارا وټرنرانو ته روزنه ورکړل شوه.
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ چارواکي وایي، چې د څارویو دغه روغتیا پالان تر شپږ میاشتنې دورې وروسته فارغ او اړوندو ولسوالیو ته د چوپړتیاو وړاندې کولو په پار لېږدول کېږي.
د څارویو یاد روغتیاپالان د کندهار ولایت د غورک، نېش، ارغستان، بولدک او کښته مېوند ولسوالیو کې مالدارانو ته چوپړتیاوې وړاندې کوي، چې د فراغت سند ترڅنګ دوی ته ټول د اړتیا وړ هغه توکي چې د یوه حیواني کلینیک لپاره اړین دي په واک کې ورکړل شوي دي، ترڅو په اړونده ولسوالیو کې ځایي مالدارانو ته لازم خدمات وړاندې کړي.