مالدارانو ته د معیاري چوپړتیاو وړاندې کولو په پار د لسو ولایتونو پاراوټرنرانو ته روزنه ورکړل شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۱۰:۳۲
مالدارانو ته د معیاري چوپړتیاو وړاندې کولو په پار د لسو ولایتونو پاراوټرنرانو ته روزنه ورکړل شوه

۹ غویی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۹ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه‍.ق  
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د افغانستان لپاره دهالینډ کمېټې له لورې دهېواد لسو ولایتونو نوي فارغ شویو پارا وټرنرانو ته روزنه ورکړل شوه.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې د هالینډ کمېټې له لورې د ننګرهار په ګډون د کونړ، لغمان، خوست، پکتیا، لوګر، میدان وردګ، بغلان، بلخ او پروان  ولایتونو ۲۳ تنو پارا وټرنرانو ته پنځه ورځنۍ روزنیز پروګرام دائره شوې وه.
د ننګرهار دکرنې رییس زیاته کړه، چې یادو داکترانو ته د نظري زده کړو سربېره عملي زده کړو زمینه د ننګرهار مالدارۍ په مرکزي کلینیک کې برابره شوې وه.
ښاغلي محمد وویل دا ډول روزنیز پروګرامونه د وترنرۍ په برخه کې ګټور تمامیږي او د دې لړۍ د غځولو او لا پیاوړي کولو غوښتنه یې وکړه. 
په همدې حال کې د روزنیز پروګرام ګډونوالو د عملي او نظري زده کړو زمینې برابرولو کې د ننګرهار د کرنې ریاست او هالینډ کمېټې هڅي وستایلې او د نورو داسي ګټورو پروګرامونو برابرولو غوښتني وکړي.
په پای کې ګډونوالو ته د هالینډ کمېټې له لورې برابر شوي ستاینلیکونه ورکړل شو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت