لښکرګاه کي د چرګانو درملو پلورنځیو څخه څارنه وشوه 

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۴ - ۱۰:۲
لښکرګاه کي د چرګانو درملو پلورنځیو څخه څارنه وشوه 

۱۴ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۹ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
دهلمند ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند  د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر حافظ هدایت الله هدایت او اړوند کارکوونکو له لوري د بولان او ناوې پر عمومي سړک د چرګانو درمل پلورونکو څخه نظارت او څارنه تر سره شوه.
تر دې وړاندې د چرګانو ددرملو دغو پلورنځیو مسؤلینو ته سپارښتنه سوې وه چې د خپل کار جوازونه نوي کړي ترڅو چارې یې په اصولي توګه مخې ته ولاړې سي.
 په دغه سیمه کي د چرګانو د درملو هغه هټۍ وتړل شوې چې دکرنې وزارت د طرزالعمل خلاف یې فعالیت ترسره کاوه او د کار او فعالیت جوازونه یې نه لرل .
ددې ترڅنګ د یادو درمل پلورنځیو څخه یوه اندازه تاریخ تېر درمل هم راټول او ضبط شول.
په ورته وخت کي د سیمي هټیوالو ته د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر او اړوند مسؤلینو له لوري لازمې سپارښتنې هم وشوې.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت