لوګر کې یو شمېر مالدارانو سره د څارویو د خوراکي توکو مرسته وشوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۰ - ۹:۴۹
لوګر کې یو شمېر مالدارانو سره د څارویو د خوراکي توکو مرسته وشوه

د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغانستان لپاره د هالند کمیتې په همکارۍ ددې ولایت د خروار ولسوالی ۸۰ تنو اړمنو مالدارانو ته د څارویو خوراکي توکي ووېشل.
د خروار ولسوالی د کرنیزو خدمتونو مدیر مولوی نورالحق امدادالله د یادې مرستندویه مؤسسې له مسولینو څخه د مننې ترڅنګ هغوی ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او مالدارانو ته یی په خطاب زیاته کړه کومه مرسته چې تاسو ته درکول کېږي باید تخنیکي لارښونو سره سم یې خپلو مالونو ته ورکړئ.
باید وویل شی د دې پروسې په لړ کې هر مالدار ته د څاریو ۱۰۰ کیلوګرامه خوراکي توکي وېشل شوي دي.
په لوګر کې ددغه راز مرستو څخه موخه د مالدارانو لاس نیوی، د مالدارۍ سکټور د پیاوړتیا او د لبني محصولاتو د زیاتوالۍ ښودل شوی دی.
ویل کېږي برابرشوي خوراکي توکي له زیاتو تغذیه کوونکو توکو څخه جوړ شوي دي، چې د وزو، وري او غوا په چاقولو کې به اساسي رول ولري.
هیره دې نوی یادې مرستې په داسې حال کې وېشل کېږي، چې له دې وړاندې په مرکز او ځینو ولسوالیو کې مالدارانو ته دغه شان مرستې وېشل شوې وې.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۰:۴۲
Background image

د کابل د پراختیايي پلانونو په‌پار د شپږو ښارګوټو ځمکې ښاروالۍ ته وسپارل شوې

۱۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان له مخې، په کابل ښار کې د پراختیايي پلانونو د پلي کولو او ښاري زېربناوو د پراختیا په موخه، د شپږو ښارګوټو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۹:۲
Background image

د ننګرهار وادي شرکت په فارمونو کې د غنمو د لو بهیر پیل شو

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په اړوندو فارمونو کې د غنمو د لو مراسم ترسره شول، چې پکې د یاد شرکت او بېلابېلو څانګو مسؤولینو ګډون کړی و.
په دغو مراسمو کې د ننګرهار وادي کرنیز امارتي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۸:۴۲
Background image

د کندهار بولدک کي د ځنګلي بوټو د ناقانونه پریکولو او انتقال مخه ونیول شوه

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر مشرۍ لاندي د سپین بولدک ولسوالی د ځنګلونو او څړځایونو د ساتني مسؤل او امنیتي مسؤلینو سره په کډه همکاری د یادې ولسوالی په بېلابېلو سیمو کي. . .

بازگشت