لوګر کې کروندګرو ته ۶۵ شنې خونې جوړېږي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۰:۸
لوګر کې کروندګرو ته ۶۵ شنې خونې جوړېږي

د لوګر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د دې ولایت په مرکز پُلعلم او څلورو ولسوالیو کې کروندګرو ته ۶۵ شنې خونې جوړېږي.
ددې پروګرام په لړ کې ۲۲ بابه شنې خونې د لوګر ولایت په مرکز پُلعلم او پاتې نورې شنې خونې دد ولایت د برکي برک، محمدآغې، خوښۍ او خروار ولسوالیو کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې «یو،ان،ډي،پي» مؤسسې په مال او د وېژن سپلای مؤسسې په تخنیکي مرسته رغول کېږي.
ددغو شنوخونو د پروژې په پرانیست غونډه کې د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی شېرآقا «پیرحبیب الرحمن» وویل، چې دا توکي د کرنیزو فعالیتونو لپاره په مسلکي توګه وکارول شي او له اړوندو کسانو سره به دوامداره نظارت وشي، تر څو ډاډ ترلاسه شي چې له دغو شنوخونو په سمه توګه ګټه پورته کېږي. 
د لوګر دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې په لوګر کې د کرکېلې لپاره د شنو خونو له جوړېدو سره سم د بزګرو کار غوړېدلی او  د شنو خونو په جوړېدو سره د سبو کرکېلې نوې بڼه خپله کړې چې بزګرانو هم له نویو هیلو سره دغه کار ته مخه کړې ده. د دوی په خبره شنې خونې بزګرو ته ښه عاید لري.
دوى وايي، د شنو خونو په پراختيا سره کولای شي چې د هېواد یو شمېر نورو ولایتونو ته هم وخت په وخت كرنيز توکي ورسوي.
د لوګر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، دوی په دې ولایت کې د کرنیزو حاصلاتو د لوړولو او د موسمي نباتاتو د کرکېلي د پراختیا په پار هلې ځلې کوي او د شنو خونو د حاصلاتو ښې پایلې دوی هڅولي چې د شنو خونو د جوړولو لړۍ نوره هم پیاوړې او ګړندۍ کړي

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د خوړو نړۍوال پروګرام له چارواکو سره وکتل

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

ننګرهار  کې ٦٠ بې وزله کورنیو سره د هګیو چرګانو مرسته وشوه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا» مؤسسې په ٢ میلیونه او ١٦٠ زره افغانیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې وزارت مالي او حسابي رییس په بلخ کې د عوایدو د مدیریت او راټولولو بهیر وڅېړه

۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف بلخ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

بازگشت