لوګر کې څه باندې ٢٨٠ تنه کاریګرو ته د کار په بدل کې د نغدو پیسو وېش لړۍ پیل شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۹ - ۱۳:۱۷
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې څه باندې ۲۸۰ کاریګرو ته د نغدو پیسو وېش لړۍ پیل شوې ده. دغه کاریګرو چې د افغانستان لپارہ د کلیو د بیارغونې ادارې لخوا ګمارل شوي و، د خپل یو میاشت کار حقوق ترلاسه کړل.

۱۹چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې څه باندې ۲۸۰ کاریګرو ته د نغدو پیسو وېش لړۍ پیل شوې ده. دغه کاریګرو چې د افغانستان لپارہ د کلیو د بیارغونې ادارې لخوا ګمارل شوي و، د خپل یو میاشت کار حقوق ترلاسه کړل.
د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست د طبیعي سرچینو آمر انجنیر نصیرالدین بهیج وویل؛ چې دغه کاریګر له تېر یوہ میاشت څخه په مرکز او برکي برک ولسوالۍ د ٥ کانالونو پاکولو لپاره استخدام شوي ؤ، چې د کار په بدل کې ۷۸۰۰ افغانۍ ترلاسه کړل.
د کرنې او مالدارۍ ریاست د مسؤلینو په وینا؛ د یادو پروژو له پلي کولو څخه موخه  د بې وزلۍ له منځه وړل د سطحي اوبو مدیریت، بزګرانو او بڼوالو د ستونزو حل او اړمنو کاریګرو ته د کار زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۳۶
Background image

کونړ  کې ۶۵ بزګرانو ته د جوارو، لوبیا او شولو ننداریزو کروندو لپاره د کرنیزو توکو وېش

٢۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو له نړۍوال نندارتون څخه د ایراني پلاوي لیدنه 

۲۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې د ایران د کرنې جهاد وزیر غلامرضا نوري قزلجه کوله، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت. . .

بازگشت