لوګر کې پر یوشمېر بڼوالو د بڼوالۍ اړونده توکو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۴/۲۰ - ۱۴:۵۴
لوګر کې پر یوشمېر بڼوالو د بڼوالۍ اړونده توکو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه

۲۰ چنګاښ ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۳ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۴ ه‍.ق
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د مرکزپُل علم په ګډون د څرخ، محمدآغې او خروار ولسوالیو پر هغو بڼوالو چی سږ کال د کرنې او مالدارۍ ریاست په هڅو د سولې بنسټ مؤسسې له خوا ورته نوی د مېوې بڼوڼه اېښودل شوي وو د بڼوالۍ اړونده توکو او کیمیاوی سرو د وېش لړۍ د لوګر ولایت له مرکز پُل علم څخه پیل شوی دی.
 په همدی موخه د لوګر ولایت د کرنیزو چوپړونو آمریت په انګړکې غونډه جوړه شوې وه چې پکې د لوګر مرستیال والی مولوی عنایت الله سربېره د لوګر ولایت د کرنې او مالدارۍ رییس مولوی سیدامین هاشمي، د لوګر یوشمېر سیمه ییزو چارواکو د سولې بنسټ مؤسسې ولایتی مسؤولینو ګډون کړی وو.
د چارواکو په خبره ددغو مرستو ټولیز لګښت یو میلیون او ۷۰۰ زره افغانۍ ده، چې د سولې بنسټ مؤسسې د کرنیزو محصولاتو د بازارموندنې پروګرام له لارې د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې پر ۱۴۰ بڼوالو وېشل کېږي، چې په کې د ښاخ بُری وسایلو ترڅنګ ۵۰ کیلوګرامه سپینه او ۲۵ کیلوګرامه توره سره شمال دي.
  د ا.ا مسؤولینو د لوګر ولایت له بڼوالو وغوښتل ترڅو دبڼوالۍ مسلک ته وده ورکړي او زیاته یې کړه، چې دوی هڅه کوی په دی برخه کې بڼوالو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
له وېشل شویو مرستو موخه په دغه ولایت کې د بڼوالو لاسنیوۍ او د بڼوالۍ مسلک ته وده ورکول ښودل شوی دی.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له فعالیتونو څارنه وکړه

۲۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې د بوټو ساتنې او قرنطین. . .

بازگشت