لوګر کې پر سلګونه کاریګرو د کار په بدل کې نغدې پیسې ووېشل شوې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۸ - ۱۱:۵۸
لوګر کې پر سلګونه کاریګرو د کار په بدل کې نغدې پیسې ووېشل شوې

۲۸ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د لوګر ولایت په مرکز پُل علم، خروار او محمدآغې ولسوالیو کې هغه سلګونه کاریګرو ته، چې په بېلابېلو کرنیزو پروژو کې په کار بوخت دي نغدې پیسې ورکول کېږي.
یادې پروژې د لوګر ولایت د کرنې مدیریت تر څار لاندې، د پُل علم ښار، خروار او محمدآغې ولسوالیو پر بېلابېلو سیمو کې پیل شوي، چې مالي او تخنیکي چارې یې د خوړو نړیوال پروګرام له لارې د بشري ځواک د پراختیا ادارې له لوري سمبال شوي دي.
د لوګر ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د طبیعي سرچینو آمر نصیرالدین بهیج د معلوماتو له مخې په دغو پروژو کې ۲۶۳ تنه ګاریګر د تراسونو په کېندلو او کانالونو پاکولو بوخت دي، چې هر کاریګر ته ۶ زره ۴۰۰ افغانۍ د میاشتني معاش په توګه ورکول کېږي.
ددغو پروژو د پلي کولو موخه د اوبو د ضایعاتو مخنیوی، د بزګرانو کروندو ته پروخت د اوبو رسول، خلکو ته د کار زمینه برابرول او په ټوله کې د اوبو مدیریت دی.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت