لوګر کې د کروندې ورځ و نمانځل شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۲:۳۳
لوګر کې د کروندې ورځ و نمانځل شوه

۱۲ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۵ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
دلوګر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لورې په لوګر کې د غنمو د اصلاح شویو تخمونو د تولید شرکتونو سره په همغږۍ په دغه ولایت کې د کروندې ورځې څخه نمانځنه وشوه.
هغه مراسم، چې په همدې موخه د برکي برک ولسوالی اړوند شاه مزار سیمه کې جوړه شوې وه، په کې د نیمروز والي شیخ محمد قاسم خالد سربېره د کرنې او مالدارۍ رییس مولوي عبدالروف سعید، د برکي برک ولسوال مولوي محمد دیدان صابر، د کرنې او مالدارۍ وزارت د تخمونو د څیړنې ریاست استازو، د غنمو اصلاح شویو تخمونو شرکتونو مسؤولینو، د خوړو او کرنې ادارې استازو، دیني علماوو، قومي مشرانو او ګڼ شمېر بزګرانو ګډون کړی وو.
د لوګر د کرنې او مالدارۍ رییس مولوي عبدالروف سعید له ټولو بزګرانو وغوښتل، چې اصلاح شوي تخمونه وکري ترڅو ښه حاصلات ترلاسه او یاد تخمونه لاهم ترویج شي.
ښاغلی سعید وویل، چې د کرنې وزارت هڅه کوي ترڅو بزګرانو ته له پخوا څخه څو چنده زیات اصلاح شوي تخمونه ووېشي.
د نیمروز ولایت والي شیخ محمد قاسم هم د خبرو په لړ کې د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست هڅې او خدمتونه وستایلې او له مرستندویو مؤسسو او شرکتونو څخه یې وغوښتل، چی له بزګرانو سره په کرکېله کې د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ لاهم وغځوي.
د یادولو وړ ده، چې د غونډې په پای کې یادو مسؤولینو د بزګرانو د غنمو له کرل شویو قطعو څخه لیدنه هم وکړه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت