لوګر کې د کبانو د تولید او روزنې فارم جوړېږي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۷ - ۹:۳۰
لوګر کې د کبانو د تولید او روزنې فارم جوړېږي

٢۷ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۵ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا د لوګر په ولایت کې د نږدې درې میلیونه افغانیو په ارزښت د کبانو د تولید او روزنې دولتي فارم د جوړولو چارې پیل شوي دي، چې رغنیزې چارې یې په چټکۍ روانې دي او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د لوګر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی سیدامین هاشمي په داسې حال کې چې د لوګر دکرنې ریاست دمالدارۍ څانګې آمر ډاکټر خانشرین خسروي او مل ټیم یې هم ملتیا کوله د لوګر مرکز پُل علم د کنجک سیمه کې د کبانو د تولید او روزنې دولتي فارم حضونو دجوړولو چارو څخه د څارنې په ترڅ کې اړوندو چارواکو ته د کار لا چټکتیا او کیفیت اړوند لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې. 
د لوګر ولایت د کرنې او مالدارۍ رییس مولوي سید امین هاشمي وویل:«د کبانو د تولید او روزنې دغه دولتي فارم د دوه جرېبه ځمکې پر سر د دوو نیمو میاشتو په موده کې د درې میلیونه افغانیو په ارزښت د کرنې وزارت له پراختیایي بودجې څخه جوړېږي.»
د ښاغلي هاشمي په خبره دغه فارم دوه حوضونه لري، چې په یوه وخت کې د ٦ زرو کبانو د ساتلو او روزلو وړتیا لري او د یوه کال په موده کې به څلور ټنه غوښه بازار ته وړاندې او له دې لاره به شپږسوه زره افغانۍ د دولت بودجې ته ګټه ورسوي.
د یادونې وړ ده، چې اوسمهال لوګر کې د کبانو د روزنې او تولید په موخه شاوخوا  لس شخصي فارمونه هم فعالیت لري.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۲۱
Background image

سویل ختیځ زون کې د پوستکې ناروغۍ پر وړاندې د څارویو د واکسین کمپاین د چمتووالي په موخه روزنیز پروګرام پیل شو

 ۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د. . .

بازگشت