لوګر کې د کبانو د تولید او روزنې فارم جوړېږي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۴ - ۱۰:۵۷
لوګر کې د کبانو د تولید او روزنې فارم جوړېږي

١۴ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
٢۱ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د لومړي ځل لپاره د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا د لوګر په ولایت کې د نږدې درې میلیونه افغانیو په ارزښت د کبانو د تولید او روزنې دولتي فارم د جوړولو چارې پیل شوي دي.
په همدې تړاو جوړه شوی غونډه کې د لوګر ولایت د مقام دفتر رییس مولوی میرویس وحیدالله سربېره د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی سیدامین هاشمي، د اقتصاد، سیندیزې حوزې، صنعت او سوداګرۍ رییسانو، یو شمېر نوروسیمه ییزو چاروکاو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.
د لوګر ولایت د کرنې او مالدارۍ رییس مولوي سید امین هاشمي وویل:«د کبانو د تولید او روزنې دغه دولتي فارم د دوه جرېبه ځمکې پر سر د دوو نیمو میاشتو په موده کې د درې میلیونه افغانیو په ارزښت د کرنې وزارت له پراختیایي بودجې څخه جوړېږي.»
په ورته وخت کې د ولایت مقام د دفتر رییس مولوي میرویس وحیدالله د دغه فارم د چارو پیل د دې ولایت اوسېدونکو لپاره د کبانو د تازه او باکیفیته غوښې د وړاندې کولو لپاره اړین ګام وباله او ترڅنګ یې د کرنې ریاست له مسؤلینو هڅې وستایلې او د کرنې ریاست له مسؤولینو یی غوښتنه وکړه، چې له دغه فرصت څخه د کبانو د فارمونو د ترویج او د مینه والو د جذب لپاره د روزنې په برخه کې پوره ګټه پورته کړي.
ورته مهال د کرنې ریاست د مالدارۍ آمر په  وینا دغه فارم دوه حوضونه لري، چې په یوه وخت کې د ٦ زرو کبانو د ساتلو او روزلو ظرفیت ولري او د یوه کال په موده کې به څلور ټنه غوښه بازار ته وړاندې او له دې لاره به شپږسوه زره افغانۍ د دولت بودجې ته ګټه ورسوي.
د یادونې وړ ده، چې اوسمهال لوګر کې د کبانو د روزنې او تولید په موخه شاوخوا  لس شخصي فارمونه هم فعالیت لري.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت