لوګر کې د څه باندې ۸۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د یوشمېر پروژو چارې پیل شوې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۸ - ۱۵:۵۶
لوګر کې د څه باندې ۸۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د یوشمېر پروژو چارې پیل شوې

۸ غبرګولی ۱۴۰۲ه‍.ش
۹ ذو القعدة ۱۴۴۴ ه‍.ق
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې «FAO» په همکاری او د افغانستان راتلونکو نسلونو مؤسسې «FGA» په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت مرکز پل علم په ګډون په درېوو ولسوالیو کې  د څه باندې ۸۰۰زره امریکایي ډالرو په ارزښت د ۴۳پروژو چارې پیل کړي دي.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې، د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سید امین هاشمي، د محمدآغې ولسوال مولوي میرمحمد هاشم سادات، د همکارو موسسو استازو، یو شمېر نورو سیمه ییزو چارواکو او د سیمې اوسېدونکو او مشرانو ګډون کړی وو.
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سید امین هاشمي د دغو پروژو پر پیل خوښي څرګنده کړه او ترڅنګ یې له ولسونو وغوښتل، چې د یادو پروژو په ښه پلي کولو کې له مرستندویه موسسو سره پوره همکاري وکړي.
دغه راز د محمدآغې ولسوال میر محمد هاشم سادات د یادو پروژو پلي کول  ځايي ولسونو لپاره ډېر مهم وبلل او د همکارو مؤسسو مسؤلینو ته ډاډ ورکړ، چې د پلي کولو په برخه کې به یې له هېڅ راز هلو ځلو ډډه ونکړي.
ورته مهال د محمدآغې ولسوالی یو تن قومي مشر حاجي محمد رسول د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له مسؤلینو څخه مننه وکړه، چې د دغه ولسوالی د آبادۍ ترڅنګ د اړمنو ولسونو لپاره یې ښه کاري فرصتونه برابر کړي دي. نوموړي ډاډ ورکړ، چې ټول ولسونه به په پوره رښتینولي د دغو پروژو په تطبیق کې پوره همکاري وکړي.
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مسؤلینو په خبره دغه ۴۳ پروژې، چې پکې د چک ډېمونو د جوړولو سربېره؛ د کاریزونو او پلچکونو اساسي جوړول او رغول شامل دي، چې د پلي کولو پرمهال به یې د سیمو نږدې ٨٠٠٠ اوسېدونکو ته به د ۹ میاشتو لپاره د کار زمینه برابره شي.
د یادونې وړ ده، چې نږدې ورځو کې به د مرکز پل علم په ګډون برکي برک او خوښۍ ولسوالیو کې به هم د یادو پروژو چارې پیل شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له فعالیتونو څارنه وکړه

۲۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې د بوټو ساتنې او قرنطین. . .

بازگشت