لوګر کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټې د غونډه 

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۲ - ۱۱:۴۱
لوګر کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټې د غونډه 

۲۲ غبرګولی ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۳ ذو القعدة ۱۴۴۴ ه‍.ق
د لوګر  ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی سید امین هاشمي په مشری د غصب مخنیوی او ځمکو د استرداد تخنیکي پلاوی غونډه دائره شوه 
یاده ناسته په داسې حال کې تر سره شوه چې د لوګر ولایت اختصاصي یا ځانګړې محمکې غړو هم پکې ګډون درلود، چې پر بېلا بېلو موضوعاتو د خبرو اترو تر څنګ د ځینو سیمو له قومي مشرانو او استازو سره لیدنې وشوې.
په دې غونډه کې دغه راز د لوګر د مرکز پُل علم اړوند بابوس سیمې قومي استازو، دبابوس د کوچیانو، دمحمدآغې ولسوالۍ غل درې سیمې له قومي استازو او مشرانوسره دلیدنې په لړ کې د هغوی خبرې واوریدل شوې او هغه ستونزې، چې په سیمه کېد ځمکو پر سر راولاړې شوې وې ورته د تخنیکي پلاوي له فیصلې وروسته دپای ټکی کېښودل شو.
.باید وویل شي، چې د لوګر ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له‌خوا د کندز د کرنې ریاست ارزونه

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۳
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه کې د واټرشیډ او کانال جوړولو چارې روانې دي؛ ۸۰۰ جریبه ځمکه به خړوبه شي

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډنمارک د کډوالو شورا «ډي‌ارسي» په مالي ملاتړ، د هسکې مېنې ولسوالی د خم کلي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

د هلمند دکرنې رییس صنعتکارانو ستونزې واورېدې

۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د خپل کار په دفتر کې د دغه ولایت له لسګونو صنعتکارانو او سوداګرو. . .

بازگشت