لوګر کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي غونډه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۷ - ۱۲:۳۱
لوګر کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي غونډه

۱۷ وری ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۴ ه‍.ق
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس او ددې ولایت د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي مشر الحاج مولوی سید امین هاشمي په مشرۍ غونډه دائره کړه.
په جوړه شوې غونډه کې په یو لړ مهمو موضوعاتو دخبر اترو تر څنګ لازمې پرې کړې هم وشوې.
په دې غونډه کې دغه راز د ځینو سیمو له قومي مشرانو سره هم خبرې اترې وشوې، د مرکز پُل علم پادخواب او آبچکان سیمو په دوسیو لازم تصمیم وروسته فیصله وشوه، چې د یادې سیمې ځمکې به بررسي شي. همدارنګه د شاه مقیم او بابوس په قومي مشرانو پوښتنپاڼې ووېشل شوې تر څو یې له ځواب وروسته دغه پلاوي ته وسپاري او په پای کې د پُل علم جلال کلا په دوسیه هم له خبرو وروسته لازم تصامیم ونیول.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۷
Background image

کندز کې د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه د کرنې وزارت د پلاوي سفر

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د زونونو په کچه د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست لوړپوړي پلاوي کندز ولایت ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۹
Background image

د ننګرهار کوز کونړ کې لسګونو کورنیو ته د هګیو چرګانو وېش؛ د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره مهم ګام

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ستاسو غږ مؤسسې) په همکارۍ، د کوز کونړ ولسوالی کې ۱۲۰ تنه راستنېدونکو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۶
Background image

د خوست دکرنې ریاست؛ د سپېرې ولسوالی د خامه سړک د بیارغونې پروژه په بریالیتوب بشپړه شوه

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هلوځلو، د سپېرې ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر مستقیمې څارنې لاندې، د «اکشن اېډ». . .

بازگشت