لوګر کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوي کړنې
۲۵چنګاښ ۱۴۰۳ه.ش
۹ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه.ق
د لوګر ولایت د اماراتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوي غړي په دې ولایت کې د ځمکې غصب مخنیوی او بېرته راګرځولو په پار هلې ځلې کړندي کړي دي.
ددغو هلو ځلو په دوام د لوګر ولایت د کرنې رییس او د تخنیکي پلاوي غړي مشر مولوی عبدالرؤف سعید په داسې حال کې چې، د ځانګړې محکمې قاضي مولوی انور مدثر او د امارت د قضایاوو آمر مولوی شفیع الله شاهین یې ملتیا کوله د لوګر ولایت مرکز اړوند وزیر کلا سیمې ته سفر وکړ.
ددې سفر موخه په دې سیمه کې د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځول ودي، چې په ترڅ کې یې د وزیر کلا اړوند ۱۶۰۰ جریبه ځمکې موضوع باندې خبرې وشوې.
باید وویل شي، چې لوګر کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړئ او د ټول ولایت په کچه د ځمکو د غصب د مخنيوي او د غصب شويو ځمکو د بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.