لوګر کې د پیازو او کچالو لس زېرمتونونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۲۲ - ۱۴:۲۵
لوګر کې د پیازو او کچالو لس زېرمتونونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۲۲  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۹ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د لوګر په ولایت کې د پیازو او کچالو د هغو لسو زېرمتونونو چې دکرنیزو محصولاتو مدیریت پروژې له لارې جوړېدل او چارې یې نیمګړي پاتې ول، پاتې چارې یې بشپړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل.
د پیازو او کچالو دا زېرمتونونه د لوګر ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې رغول شوي دي، چې د لس ټنه پیازو او کچالو د ساتنې وړتیا لري.
ددغو زېرمتونونو د رغولو ۹۰ سلنه لګښت د حکومت او ۱۰ سلنه یې د برخمن شویو بزګرانو له خوا ورکړل شوي دي.
لوګر د هغو ولایتونو په ډله کې ده، چې د نورو کرنیزو توکو ترڅنګ پیاز، کچالو او رومي بانجان په کې ښه حاصل ورکوي.

ده ذخیره‌گاه کچالو و پیاز در ولایت لوگر به بهره‌برداری سپرده شد
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری ده ذخیره‌گاه کچالو و پیاز را که  از طریق پروژه مدیریت محصولات زراعتی ساخته می شد و کار آن نیمه باقی مانده بود تکمیل و به بهره‌برداری سپرده است.
این ذخیره‌خانه‌های کچالو و پیاز در ولسوالی‌های مختلف ولایت لوگرساخته شده که ظرفیت ذخیره ده تُن کچالو و پیاز را دارد.
هزینه ساخت این ذخیره‌ خانه‌‌ها ۹۰ درصد از سوی حکومت و ده در صد آن از طرف دهاقین پرداخته می‌شود.
ولایت لوگر یکی از ولایت‌های است که کشت پیاز، کچالو و بادنجان رومی حاصلات خوب می‌دهد.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له فعالیتونو څارنه وکړه

۲۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې د بوټو ساتنې او قرنطین. . .

بازگشت