لوګر کې د هندواڼو حاصلات نږدې څلور سلنه زیات شوي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۳ - ۱۴:۵۵
لوګر کې د هندواڼو حاصلات نږدې څلور سلنه زیات شوي

۳ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوؤلینو د تېر کال په پرتله سږ کال د هنډواڼو په حاصلاتو کې د ۳.۷ سلنه زیاتوالی خبر ورکوي.
د لوګر ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالروف سعید وویل؛ سږکال د لوګر په کچه ټول ټال پر ۳۵۰ هکتاره ځمکه باندې هنډواڼې کرل شوې وې، چې څه شاوخوا ۱۶ زره مټریک ټنه حاصلات لري، چې ترلاسه شوي حاصلات د تېر کال په پرتله ۳.۷سلنه زیاتوالی ښیي.
نوموړي د هنډوانو په حاصلاتو کې د زیاتوالي عمده لاملونه ښه اقلیمي شرایط، د ناروغیو په مقابل کې د هنډواڼو فصلونو څخه ساتنه، بڼوالو ته د عامه پوهاوی برنامو او اړینو توکو وېشل یاد کړل.
د لوګر دکرنې ریاست د مالوماتو له مخې تېر کال لوګر کې پر ۳۵۵ هکتاره ځمکه باندې هنډواڼو کرل شوي وو، چې له امله یې څه باندې ۱۵۵۰۰ زره مټریک ټنه حاصلات ترلاسه شوي ؤ.
د یادونې وړ ده، چې د لوګر په ولایت کې د تېر کال په پرتله سږ کال د انګورو په حاصلاتو کې ۲۰سلنه او د مڼو په حاصلاتو کې هم ٦  سلنه زیاتوالی راغلی دی.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت