لوګر کې د نږدې اته کيلو متره سړک د بيارغونې چارې پيل شوې

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۹ - ۲۱:۲۴
لوګر کې د نږدې اته کيلو متره سړک د بيارغونې چارې پيل شوې


۹ زمری ۱۴۰۱ ه‍.ش
۲ محرم الحرام ۱۴۴۴ ه‍.ق
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست وايي، چې ددې ولايت د برکي برک په ولسوالی کې د ۹.۷کيلومتره سړک د بيا رغونې چارې پيل شوي دي.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د برکي برک ولسوال حاجي ملا انارګل، د لوګر د کرنې رئیس مولوی سید امین هاشمي، نظامي مسؤولینو او ګڼو قومي مشرانو ځوانانو او د شرکت مسؤول ګډون کړی وو.
د لوګر دکرنې ريست چارواکي وويل، چې د ياد سړک کاري چارې به د یوې نیمې میاشتې په موده کې پای ته ورسېږي.
د سيمې اوسيدونکو د دغې پروژې له پیل څخه خوښ دي او د امارت له مسؤولینو غواړي، ترڅو دغې پروژې ته ورته نورې پروژې هم زیاتې کړي او ستونزو ته یې رسېدنه وشي.
ددې سړک په بيارغونې سره د ډېرو کليو ټرانسټورټي او د تګ راتګ ستونزې هوارېږي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت