لوګر کې د شاخقند د اوبولګولو کانال د رغولو هوکړه لیک لاسلیک شو
۳۰ غبرګولی ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د کرنې او خوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژې «EATS» چارواکو له خوا د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ د « شاخقند» د اوبولګولو کانال د رغولو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دا کانال به ۱۳۳۷ متره اوږدوالی ولری، چې ۲۷۰ جریبه ځمکه به خړوبه کړي.
د «ایټس» پروژې له خوا د شاخقند د اوبولګولو د کانال رغنیزې چارې به په شپږو میاشتو کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وشپارل شي.