لوګر کې د رومي بادنجانو حاصلات څه باندې ۶۴ زره ټنو ته رسېدلي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱ - ۱۰:۱۸
لوګر کې د رومي بادنجانو حاصلات څه باندې ۶۴ زره ټنو ته رسېدلي

۱ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې سږکال په دې ولایت کې څه باندې ۶۴ زره تڼه د رومي بادنجانو حاصلات راټول شوي دي.
د لوګر ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د عوایدو د تنظیم آمر  قاري عبدالبصیر شاهد وایي؛ چې سږ کال د لوګر په کچه ټول ټال په  ۱۶۴۴ هکټاره ځمکه کې رومي بانجان کرل شوي دي، چې له دغو کروندو څخه څه باندې ۶۴ زره او ۶۲۰متریک ټنه حاصلات لاسته راغلی دي.
نوموړي ښه اقلیمي شرایط، د رومي بانجانو د ناروغیو کنټرول، بزګرانو ته د عامه پوهاوي برنامو پر لاره اچول، د اوبو کنټرول او سپما په موخه د قطره یي سیسټم رامنځته کول د رومي بانجانو په حاصلاتو کې د ښه والي اساسي علتونه یاد کړل.
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مسؤولینو په وینا، د دې ولایت د اوسېدونکو د پرلپسې غوښتنو په اساس د اوبو د سپما په موخه سږکال په دې ولایت د رومي بانجانو د کښت په برخه کې یو لړ اړینې پریکړې  شوې و، چې له دې سره د رومیانو په کښت کې یو اندازه کموالی هم راغلی دی.
د یادونې وړ ده، چې لوګر کې د رومي بانجانو کښت په خورا لوړه کچه کېږي، چې له دې ولایت څخه په کلنۍ ډول په زر ګونه متریک ټنه رومي بانجان ګاونډیو هېوادونو ته صادرېږي.
 باید وویل شي، چې تېر کال لوګر کې یو من رومي بانجان له ٥٠ افغانیو څخه آن تر ٢٠٠ افغانیو بازار درلود، چې سږ کال بیا له ٣٠ افغانیو څخه تر ٨٠ افغانیو بازار لري.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوندو بنسټونو سره په همغږۍ هلې ځلې کوي، چې د هېواد د بزګرانو کرنیزو محصولاتو ته په کوردننه او بهر بازارموندنه وکړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۶:۱۲
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ایران د کرنې جهاد له وزیر سره وکتل

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د ایران اسلامي جمهوریت د کرنې جهاد له وزیر او د افغانستان او ایران د اقتصادي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د فاریاب د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدین عمیر، فاریاب ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د ایران لوړپوړی پلاوی د کرنې جهاد د وزیر په مشرۍ کابل ته راورسېد

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په رسمي بلنه، د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړی پلاوی د ایران د کرنې جهاد وزیر. . .

بازگشت