لوګر کې د انګورو حاصلات ۲۰ سلنه ډېر شوي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۱۲:۵۸
لوګر کې د انګورو حاصلات ۲۰ سلنه ډېر شوي

۱۲ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې سږکال په دغه ولایت کې د انګورو په حاصلاتو کې ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی. 
د لوګر ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالرؤف سعید وویل؛ د لوګر په کچه ټول ټال ١٩٦٧.٥ زره هکټاره د انګورو بڼونه شتون لري، چې له امله یې څه باندې ٣٢ زره ټنه حاصلات لاسته راغلی دي، چې ترلاسه شوي حاصلات د تېر کال په پرتله ٢٠ سلنه زیاتوالی ښیي.
نوموړي د انګورو په حاصلاتو کې د زیاتوالي اصلي علتونه د ښه اقلیمي شرایطو، ډاډمن امنیت شتون او بڼوالو ته د عامه پوهاوی برنامو او اړینو توکو وېشل او د اوبو د کچې لوړېدل یاد کړل.
ورته مهال فیض الله او علي احمد دو تنه بڼوال، چې د تېر کال په پرتله سږ کال د باغونو حاصلاتو کې یې د پام وړ زیاتوالی راغلي وایي، چې سږ کال یې الحمدالله د ورښتونو له امله حاصلات ښه دي، دوی له اړوندو ادارو غواړي، چې د حاصلاتو د بازار موندنې او سړو خونو د جوړولو په برخه کې ورته کار وشي.
د کرنې او مالدارۍ ریاست د مالوماتو په اساس تېر کال لوګر کې د انګورو ۱۹۶۰ هکتاره بڼونه شتون درلود، چې له امله یې ۲۶ زره متریک ټنه حاصلات ترلاسه شوي ؤ، چې د یادې ادارې په هلو ځلو سږ کال پر٧ هکتار ځمکه باندې نوي بڼونه احداث شول، چې له دې سره ۳۲ زره مټریک ټنو ته د انګورو حاصلات لوړ او ٢٠ سلنه زیاتوالی په کې راغلی.
باید وویل شي، چې لوګر کې کشمیشي، شندل خاني، طایفي، حسیني، غوله دان او قندهاري په نوم انګور شتون لري.
د یادونې وړ ده، چې د تېر کال په پرتله ددغه ولایت د مڼو په حاصلاتو کې ٦ سلنه او د غنمو په حاصلاتو کې هم ۲.۶ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو له نړۍوال نندارتون څخه د ایراني پلاوي لیدنه 

۲۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې د ایران د کرنې جهاد وزیر غلامرضا نوري قزلجه کوله، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۶:۱۲
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ایران د کرنې جهاد له وزیر سره وکتل

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د ایران اسلامي جمهوریت د کرنې جهاد له وزیر او د افغانستان او ایران د اقتصادي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د فاریاب د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدین عمیر، فاریاب ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د. . .

بازگشت