لوګر کې دځمکو د غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی اونیزه غونډه تر سره شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۰ - ۱۳:۳۱
لوګر کې دځمکو د غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی اونیزه غونډه تر سره شوه

۱۰ مرغومې ۱۴۰۱ه‍.ش
۷ جُمادیَ الثّاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
 د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د امارتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د غصب څخه د بېرته راګرځولو تخنيکې پلاوی د لوګر ولایت د کرني اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی سید امین هاشمي تر مشرۍ لاندې چې تخنیکې پلاوی او ټولو غړو پکی ګډون درلوده خپله دولسمه نوبتې غونډه تر سره کړه.
د غونډې په پيل کې  د ځینو غصب شویو سیمو راټول شوی اسنادو دوسیې وڅېړل شوي،همدا راز به یادې دوسیې تر بشپړېدو وروسته د پاتې اجرااتو په پار مرکزي کمیسون ته واستول شي.
دغه راز په دې غونډه کې د ځمکو د غصب دمخنیوی او غصب شویو ځمکو د استرداد د کمیسون د دندو او واکونو لایحه چې د ا.ا.ا د عدلیې وزارت له لوري په ۹ مادو کې ترتیب شوي او د ا.ا.ا امیر المؤمنین له تایید شوی دی، په ټولو غړو ووېشل شوي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت