لوګر ولایت ته دکرنې وزارت د اراضۍ د لوی رییس سفر

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۹:۵۵
لوګر ولایت ته دکرنې وزارت د اراضۍ د لوی رییس سفر

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی رییس مولوي محمود مظلوم په يوه رسمي سفر لوګر ولايت ته ولاړ.
په دې سفر کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت يو شمېر مسؤلینو د اراضۍ لوی رییس ملتيا کوله.
ددې سفر په ترڅ کې د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رییس مولوي محمود مظلوم  د لوګر ولايت والي شیخ ضياء الرحمن مدني سره په دغه ولایت کې د ځمکوالۍ په برخه کې د اجراآتو په اړه خبرې وکړې.
ورپسې د لوګر ولايت د کرنې رییس الحاج مولوي عبدالرؤف سعيد هم خبرې وکړې او د خپلو دندو او په دغه ولایت کې د ځمکوالۍ په برخه کې د لاسته راوړنو او يو شمېر ستونزو په اړه هم خپل نظر شریک کړ.
په پای کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی رییس مولوي محمود مظلوم د مسؤلینو د خبرو اورېدو وروسته د دغه ولایت د اراضۍ په برخه کې له ټولو مسؤلینو د فعاليتونو څخه مننه وکړه او د ځمکوالۍ په برخه کې د هر راز همکارۍ ژمنه هم وکړه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت