لوګر ته دکرنې وزارت د پلاوي سفر

user-admin
جمعه ۱۴۰۳/۳/۱۱ - ۱۰:۱۸

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د غله جاتو رییس مولوی محمد اسماعیل شکیب په مشرۍ پلاوي،  د عبدالطیف محمد ابراهیم عبدالله البنا د خیریه بنسټ استازی فضل الرحمن آخندزاده او یو شمېر نور چارواکو په ملتیا، لوګر ولایت ته دخپل سفر په ترڅ کې د یوشمېر هغو بزګرانو له کروندو څخه لیدنه وکړه، چې تر دې وړاندې یې د غنمو اصلاح شوي تخمونه ترلاسه کړي وو.
د لوګر د کرنې او مالدارۍ رییس مولوی عبدالروف سعید د کرني او بزګرانو د ملاتړ په برخه کې د (عبدالطیف محمد ابراهیم عبدالله البنا) خیریه بنسټ له تېرو مرستو څخه د مننې ترڅنګ زیاته کړه، چې د یاد بنسټ د غنمو اصلاح شوي تخمونه ښې پایلې ورکړي دي.
په همدې حال کې دکرنې وزارت د غله جاتو لوی رییس محمد اسماعیل شکیب له یاد خیریه بنسټ څخه د مننې سربېره وویل: «ا.ا په دې هڅه کې دی، چې د هېواد کرنه او مالدارۍ ته پرمختګ ورکړي، او  دغې برخې پر وړاندې شته ستونزو د له منځه وړلو په موخه له بېلابېلو بنسټونو سره په اړیکه کې دی.»
همدارنګه د عبدالطیف محمد ابراهیم عبدالله البنا د خیریه بنسټ استازی فضل الرحمن آخندزاده د مرسته شویو تخمونو له کروندو څخه د لیدنې ترڅنګ وویل؛ چې د وېشل شویو تخمونو نتیجه مثبته ده، چې همدې پایلو په نظر کې نیولو سره به د لا زیاتو لوګر میشتو بزګرانو سره د کرنې په برخه کې د بېلابېلو وسایلو مرستې ترسره کړو.
دا په داسې حال کې ده، چې دیاد خیریه بنسټ له خوا په تېر ۱۴۰۲ لمریز کال کې شاوخوا سل تنو بزګرانو سره د ۴۰۰ جریبه ځمکې کرلو په موخه هر یوه سره ۱۰۰ کیلو ګرامه د غنمو تخمونه، ۴۰۰ کیلو ګرامه کمیاوي سرو او شپږ زره افغانۍ نقدي مرسته  شوې وه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت