لوګر ته دکرنې او مالدارۍ مرستیال سفر

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۴ - ۱۱:۴۱
لوګر ته دکرنې او مالدارۍ مرستیال سفر

۲۴ سلواغه ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم لوګر ولایت ته د سفر په ترڅ کې په دې ولایت کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پرانیستلو ترڅنګ د لوګر دکرنې ریاست له چارواکو او کارکوونکو سره په کتنه کې د دوی ستونزې او وړاندېزونه واورېدل.
دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم د لوګر په ولایت کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې په پرانیست غونډه کې وویل، چې د لوګر ولایت نږدې ۸۵ سلنه وګړي په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، چې د سوداګرۍ او پانګونې خونې د کار په پیل سره به د دوی اقتصادي ودې ته زمینه برابره او شته ستونزې به یې ورسره تر ډېره حل شي. مولوی صدراعظم دغه راز د سوداګرۍ او پانګونې خونې له چارواکو وغوښتل، چې د کرنې او مالدارۍ په سکټور کې پانګونه وکړي، هغه وویل: «له سوداګرو او پانګوالو غواړم، چې دکرنې او مالدارۍ په سکټور کې پانګونه وکړي، دکرنې وزارت ژمن دی، چې دوی ته به اسانتیاوې برابرې او هر اړخیزې همکارۍ به ورسره وکړي.»
دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم د سوداګرۍ او پانګونې خونې له پرانیست غونډې وروسته د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له کارکوونکو او چارواکو سره په غونډه کې د دوی ستونزې او نظرونه واورېدل او د ستونزو د حل ژمنه یې وکړه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت