لغمان کې ۱۴۴ بېوزله کورنیو ته د چرګانو واړه کورني فارمونه جوړ شول

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۶ - ۱۷:۲۰
لغمان کې ۱۴۴ بېوزله کورنیو ته د چرګانو واړه کورني فارمونه جوړ شول
 
۱۶ تله ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په هېواد کې د چرګانو د روزنې د ودې او د بېوزله کورنیو د اقتصادۍ ودې په پار داځل د لغمان په ولایت کې ۱۴۴ بېوزله کورنیو ته د چرګانو واړه کورني فارمونه جوړ او پر دغو کورنیو د چرګانو روزنې اړونده توکي وېشلي دي.
د لغمان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي: «د لغمان دکرنې ریاست د کورني اقتصاد مدیریت له لارې ددې ولایت ۱۴۴ بېوزله کورنیو ته د چرګانو ترڅنګ د چرګانو روزنې اړونده توکي او خوراکي توکي ورکړل شوي دي.»
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددغو ۱۴۴ بېوزله کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا په پار پر هرې کورنۍ ۲۰ چرګان، د چرګانو خوراکي توکي او د چرګانو د روزنې اړوند نور اړین توکي وېشل شوي دي.
د لغمان د کرنې ریاست د چارواکو په خبره ددې مرستې موخه د چرګانو د روزنې صنعت ته پراختیا ورکول او مېرمنو ته په کور د ننه د کار زمینه برابرول او د دوی اقتصادي پیاوړتیا ده.
ددې برنامې برخمن شوي کورنۍ له دې برنامې څخه د مننې او خوښۍ ترڅنګ وویل چې، د چرګانو روزنه د دوی د کورنیو په اقتصادي وده کې له دوی سره مرسته کوي.
د لغمان د کرنې ریاست وایي، چې له دې برنامې څخه برخمن شوي کورنیو لپاره د چرګانو د روزنې په برخه کې روزنیز پروګرامونه هم په پآم کې نیول شوي دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۲۴
Background image

ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۵۸ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک ناروغۍ د مخنیوي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د ننګرهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

بازگشت