لغمان کې څه باندې ۳۰۰ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

user-admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۹ - ۹:۲
لغمان کې څه باندې ۳۰۰ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه


لغمان ولایت کې دامارتي ځمکو دغصب دمخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي پلاوی خپله در ویشتمه غونډه ددې ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي محمدولي محسن په مشرۍ دده په کاري دفتر کې ترسره کړه. 
د غونډې په پیل کې د لغمان دکرنې رییس او د تخنیکي پلاوی مشر مولوي محمدولي محسن لارښوونکې وینا او تیرې غونډې دپریکړو ارزونه وکړه.ښاغلی محسن وویل چې دلغمان دامنیتي حوزو مسؤلین باید تخنیکي پلاوي سره تل همکار واوسې او دهغو سیمو د خلکو دکار مخه ونیسي څوک چې په امارتي ځمکو او ډاگونو کې نوې ابادي کوي.
 بیا په اجنډا کې په شاملو موضوعاتو بحث ترسره او دبحث او تصمیم نیونې څخه  وروسته دتیرې غونډې دپریکړې له مخې یاد تخنیکي پلاوی د قرغیو ولسوالی اړوند صفوخئلو سیمې ته سفر وکړ او په دې سیمه کې دکدستري نقشو په تطبیق سره 124.55 جریبه امارتي ځمکه تثبیت او تشخیص کړه چې په یاده اندازه ځمکه کې ځینې غاصبینو کورونه جوړ کړي ؤ او ځینو له دې ځمکې څخه د کرکیلي په ډول ګټه اخیسته او څه اندازه ځمکه په همدې سیمه کې سپینه شتون لرله تخنیکي پلاوی  ددې سیمې غاصبینو بشپړشهرت معلوم کړ او همداراز  غاصبین یې را وغوښتل او له دوي څخه یې د ځمکې دقانوني اسنادو غوښتنه وکړه او دتخنیکي پلاوی مشر غاصبینو ته  وویل، که ددې ځمکې په اړه  قانوني سند په لاس کې لرۍ دیکشنبې ورځ ته یې دلغمان دکرنې ریاست ته دڅېړنې په موخه راوړئ.
وروسته بیا یاد تخنیکي پلاوی دسرخکانوسیمې ته لاړ او په نوموړې سیمه کې یې کدستري نقشه تطبیق کړه او له مخې یې 22,23,30,105,106, او 126 ګڼې قطعې کرنیزې ځمکې چې مجموعي مساحت یې 175.88 جریبه کیږي امارتي تثبیت او تشخیص کړې او یادو قطعو ځمکو غاصبین چې دځمکې ذوالید ورسره اوس مهال په واک کې لره راوغوښتل او له دوي څخه یې دقانوني اسنادو غوښتنه وکړه دتخنیکي پلاوی مشر غاصبینو ته وویل که دیادې ځمکې په اړه  قانوني سند په لاس لرۍ دیکشنبې ورځ ته یې دکرنې ریاست ته دڅیړنې په موخه راوړئ.
باید وویل شي، چې لغمان کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړی او د ټول ولایت په کچه د ځمکو د‌ غصب د مخنيوي او د‌ غصب شويو ځمکو د‌ بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۳۴
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت په پنځم ملي او نړیوال صنعت او معدن نندارتون کې خپل تولیدات نندارې او پلور ته وړاندې کړل

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
کابل کې د صنعت او کانونو د اوونۍ پنځم ملي او نړۍوال نندارتون پرانیستل شو، چې پکې د ننګرهار وادي کرنیز امارتۍ شرکت هم د خپلو معیاري او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۱۳
Background image

د ولایتي پلاوي په ملتیا ولسوالیو ته د غزني د کرنې ریاست مشرتابه سفر؛ د کرنیزو ستونزو د حل او پراختیایي پروژو پر چټکتیا ټینګار وشو

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس د غزني ولایت د والي ولي جان حمزه په مشرۍ د ولایتي پلاوي په ترکیب د ناور، اجرستان،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۱
Background image

کونړ ولایت کې د انټیروټوکسیمیا واکسین د تطبیق پروګرام پیل شوو

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د کرنې نړۍوال صندوق په مالي. . .

بازگشت