لغمان کې پر ۲۰۰ بزګرانو د بادرنګو اصلاح شوي تخمونه ووېشل شول

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۷ - ۱۳:۵۵
لغمان کې پر ۲۰۰ بزګرانو د بادرنګو اصلاح شوي تخمونه ووېشل شول

 ۷ وږی ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۲ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست د سولې رېښې مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت مرکز مهترلام عمرزایې سیمه کې ددې سیمې د سبو ټولنې اړوند 200 بزګرانو ته د یوه جریب ځمکې لپاره د بادرنګو هایبرایډ تخم په پنځوس سلنه تخفیق وېشلي دي.
ددې مرستې موخه د کرنیزو کاورباریانو او بزګرانو ترمینځ د اړیکو ایجاد او د بزګرانو مالي ملاتړ دی. 
د یادونې وړ ده، چې د یوه پاکټ تخم پوره بیه 80 امریکایې ډالر ده او د یوه جریب ځمکې لپاره 6 پاکټه چې 6 زره تخمونه پکې شامل دي او ټولیزه بیه یې 480 امریکایې ډالره  کېږي، چې بزګر د پنځوس سلنه بیې چې 240 امریکایې ډالره کیږی پر تادیه مکلف دی.
د یاد تخم ټولیزه بیه (84000) امریکایې ډالرو ته رسېږي چې نیمایې بیه یې (42000) امریکاېی ډالر به یې د همکاري مؤسسې او نیمایې بیه به یې د بزګرانو له خوا ورکړل شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۲۴
Background image

ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۵۸ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک ناروغۍ د مخنیوي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د ننګرهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

بازگشت