لغمان کې وړوشخوند وهونکوڅارویو ته د طاعون ناروغۍ د مخنیوي  پروړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳ - ۱۱:۱۷
لغمان کې وړوشخوند وهونکوڅارویو ته د طاعون ناروغۍ د مخنیوي  پروړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۳ وری ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
دلغمان دکرنې اوبولګولواومالدارۍ ریاست سره په همغږي، ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي مرسته  دلغمان دمرکز مهترلام په ګډون ددې ولایت په پنځه ګونو ولسوالیو کې د کوچي مالدارانو ۱۲۰ زره وړوڅارویو(وزو- پسونو)ته دطاعون واکسین کمپاین پیل شو.
 دغه پروګرام د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییسس مولوی عبدالستار محمد، د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر ډاکټر جوادالله علیزاده، د کوچیانو د سمون مدیر محمد عمر احمدزی، د عشراوزکات ترغیبي او عبوري مدیر مولوي محمدادریس حماس او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې ولایتي مسؤلینو لخوا څو څارویو ته په کولو سره د لغمان مرکز اړوند تبۍ کونج سیمې څخه 
دیاد کمپاین په لړ کې  به  ۱۲0 واړه شخوندوهونکي څاروي( وزې او  پسونه) واکسین شي.د یادولو وړده چې دیاد ریاست لخوا تر دې وړاندې د مرکز ماڼو سیمې کوچیانو دولس سوه څارویو او یوسل پنځوس کورنیو ته د څښاک اوبو برابرولو زمینه برابره شوې وه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۳۴
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت په پنځم ملي او نړیوال صنعت او معدن نندارتون کې خپل تولیدات نندارې او پلور ته وړاندې کړل

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
کابل کې د صنعت او کانونو د اوونۍ پنځم ملي او نړۍوال نندارتون پرانیستل شو، چې پکې د ننګرهار وادي کرنیز امارتۍ شرکت هم د خپلو معیاري او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۱۳
Background image

د ولایتي پلاوي په ملتیا ولسوالیو ته د غزني د کرنې ریاست مشرتابه سفر؛ د کرنیزو ستونزو د حل او پراختیایي پروژو پر چټکتیا ټینګار وشو

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس د غزني ولایت د والي ولي جان حمزه په مشرۍ د ولایتي پلاوي په ترکیب د ناور، اجرستان،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۱
Background image

کونړ ولایت کې د انټیروټوکسیمیا واکسین د تطبیق پروګرام پیل شوو

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د کرنې نړۍوال صندوق په مالي. . .

بازگشت