لغمان کې د کرنې او مالدارۍ پراختیا په پار سکتوري غونډه ترسره شوه

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۵:۲۴
لغمان کې د کرنې او مالدارۍ پراختیا په پار سکتوري غونډه ترسره شوه


۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا، په دې ولایت کې د سکتوري ادارو او ټولو هغو مؤسسو د استازو په ګډون سکتوري غونډه ترسره شوه، چې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې فعالیت لري.
یاده غونډه، چې د لغمان ولایت د عشراوزکات ترغیبي او عبوري مسؤل مولوي محمد ادریس حماس په مشرۍ جوړه شوه، پکې د سکتوري اداراتو په گډون د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست آمرینو او افغانستان نابینایانو موسسه،نه انلوس، هالینډ کمېټې، باغبان بزرگ شرکت، «ان.سي.آر.او»، خوړو او زده کړې مؤسسو مسؤلینو ګډون کړی وو.
د غونډې په پیل کې مولوي ادریس حماس د همکارو برنامو د تېرو کړنو راپورونه او راتلونکې طرحې واورېدې، او وروسته یې د همکارو مؤسسو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې د راتلونکي کال ټولې پروژې دې د یاد ریاست سره په همغږۍ پلي شي، څو د تکراري پروژو مخه ونیول شي، د خدمتونو عادلانه ویش، متوازنه پراختیا او شفافیت تامین شي.
بیا په غونډه کې د همکارو برنامو مسؤلینو خپلې ستونزې چې په کاري ساحه کې لرلې،واوریدل شوې او دحل په موخه پرې لازم تصمیمونه ونیول شو.
د یادونې وړ ده، چې د کرنې سکتوري غونډه په میاشت کې یو ځل د اړوندو ادارو او مؤسسو ترمنځ د لا ښې همغږۍ رامنځته کولو په موخه ترسره کېږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۴۹
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، میدان وردګو ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۹
Background image

د کرنې وزارت چاراکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې ګډون وکړ

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې، چې د «له زده‌کړې څخه د باکیفیته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۸
Background image

پکتیکا کې د شنو ونو د ناقانونه وهلو په تړاو دوه تنه ونیول شول

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې د شکین ولسوالی په دوو بېلابېلو سیمو کې د شنو ونو د ناقانونه پرېکولو په تړاو. . .

بازگشت