لغمان کې د څه‌باندې ۷۲۵ زره افغانیو په ارزښت د سبزیجاتو او مېوو د پروسس وسایلو مرسته وشوه  

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۲:۳۱
لغمان کې د څه‌باندې ۷۲۵ زره افغانیو په ارزښت د سبزیجاتو او مېوو د پروسس وسایلو مرسته وشوه  

۶ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د لغمان ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ د اکشن ایډ مؤسسې له خوا د مرکز مهترلام په ۱۴ ښځینه بزګر ګروپونو د سبزیجاتو او مېوو د پروسس ۱۱ ډوله مختلف وسایل ووېشل شول.  
په وېشل شویو وسایلو کې یو یخچال، دوه لس کیلویي ګاز ډبې، ۱۶ دانې المونیمي دیګونه، دوه د ګاز نغري، دوه د اوبو بیلرونه، ۱۰۰ دانې د اچارو بوتلونه، دوه برقي ترازو، ۱۲ دانې کاشوغې او دوه برقي جوسرونه شامل و. دا وسایل د یادو ګروپونو ښځینه بزګرانو د کورنیو نارینه غړو ته د لغمان کرنې رئیس الحاج مولوي عبدالستار (محمد) او د اکشن ایډ مؤسسې ولایتي مسؤلینو په لاسونو وسپارل شول.  
د مرستې د وېش پر مهال د کرنې رئیس له مرسته اخیستونکو وغوښتل، چې د وسایلو څخه په مؤثر ډول ګټه واخلي، په شوق او یووالي سره کار وکړي، ترڅو د هېواد په اقتصادي وده او ثبات کې ونډه واخلي.  
نوموړي د مؤسسې له مسؤلینو غوښتنه وکړه، چې د دې بزګرانو ستونزو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او له نږدې ورسره کار وکړي. هغه زیاته کړه، چې په یادو ۱۴ ګروپونو کې ټولټال ۲۱۰ بزګران تنظیم شوي دي، چې په ګډه به له دې وسایلو څخه د تولید لپاره ګټه اخلي.  
د کرنې رئیس ټینګار وکړ، چې ګروپي کار د انفرادي کار په پرتله د بریا زیات چانس لري. هغه وویل: چې په ګروپي کار کې د ګټورو فکرونو زیاتوالی، فزیکي او مهارتي ځواک او لوړ مالي توان شتون د سوداګرۍ او کاروبار د ودې لپاره ډېر اړین دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۶:۴۸
Background image

رسنیزبلنلیک:

رسنیزبلنلیک:
ټاکل شوې ده، چې دافغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې پرمختیا صندوق د اداري ودانۍ د بنسټ ډبرې اېښودلو مراسم  د بادام باغ د څېړنیز فارم په سیمه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۵:۳۹
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د هندي شرکت له رییس سره د افغانستان د صادراتو په اړه وکتل

۲۴ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د خپل کار په دفتر کې د هندي شرکت (آر سي انټرنشنل) له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۵:۵
Background image

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام چارواکو د کندز دکرنې ریاست سره د نویو پراختیایي پروژو پر پلي کېدو خبرې وکړې

۲۴ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق 
د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام «یو.ان.ډي.پي» چارواکو په کندز ولایت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له سرپرست مولوي محمد عادل. . .

بازگشت