لغمان کې د څلور میلیونه افغانیو په ارزښت د شېدو پروسس مرکز ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۳ - ۱۱:۶
لغمان کې د څلور میلیونه افغانیو په ارزښت د شېدو پروسس مرکز ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

١۳ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د پراختیایي بودیجې له لارې، د دې ولایت د قرغیو ولسوالی په مربوطاتو کې دڅلور میلیونه افغانیو په ارزښت د شېدو پروسس کولو یو مرکز جوړ او رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د یاد مرکز د پرانیستې او ګټې اخیستنې په مراسمو کې د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد، د قرغیو ولسوالی مرستیال مولوي روح‌الله هماد، د مالدارۍ او څارویو د روغتیا آمر ډاکټر جوادالله علیزاده، د قرغیو ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیر انجنیر ظابط امرخېل، سربېره پر دې د سیمې ګڼ شمېر مالدارانو او فارم لرونکو ګډون کړی و.
په دې مراسمو کې د لغمان د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد د یاد مرکز پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل، چې د شېدو پروسس کولو د دغه مرکز جوړېدل به د مالدارانو لپاره د لبنیاتو د پروسس، بازارموندنې او د حیواني محصولاتو د ضایعاتو د مخنیوي په برخه کې مهم او اغېزمن رول ولوبوي. نوموړي زیاته کړه، چې یاد مرکز د ازادې داوطلبۍ له لارې یو خصوصي قراردادي ته په قرارداد ورکړل شوی، چې له دې لارې به یو اندازه عواید د دولت خزانې ته وسپارل شي.
همدارنګه د کرنې ریاست د مالدارۍ او څارویو د روغتیا آمر ډاکټر جوادالله علیزاده د مرکز د جوړېدو، د مالدارۍ پر بنسټیزو اصولو او د لبنیاتو د معیاري پروسس پر ارزښت هر اړخیزې خبرې وکړې.
د قرغیو ولسوالی مالدارانو د کرنې ریاست له مشرتابه څخه مننه وکړه او دغه اقدام یې د شېدو د بازارموندنې او د حیواني محصولاتو د ضایعاتو د مخنیوي په برخه کې یو مهم او پر وخت ګام وباله.
د یادونې وړ ده، چې دغه مرکز د ورځې د پنځه  زره لیتره شېدو د پروسس وړتیا لري.


سپردن یک مرکز پروسس شیر به بهره‌برداری در لغمان
۱۳ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
یک مرکز پروسس شیر به ارزش چهار میلیون افغانی در مربوطات ولسوالی قرغیو ولایت لغمان، از بودجه انکشافی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت ساخته شده و رسماً به بهره‌برداری سپرده شد.
در مراسم افتتاح و آغاز بهره‌برداری این مرکز، مولوی عبدالستار محمد رئیس زراعت، آبیاری و مالداری لغمان، مولوی روح‌الله هماد معاون ولسوال قرغیو، داکتر جوادالله علیزاده آمر مالداری و صحت حیوانی، انجنیر ظابط امرخېل مدیر عمومی امور زراعتی ولسوالی قرغیو و شماری از مالداران و فارم‌داران اشتراک داشتند.
مولوی عبدالستار محمد در سخنان خود، ایجاد این مرکز را گامی مؤثر در بخش پروسس لبنیات، بهبود بازارمندی محصولات حیوانی و جلوگیری از ضایعات دانست و گفت که این مرکز از طریق داوطلبی آزاد به یک قراردادی خصوصی واگذار شده و بخشی از عواید آن به خزانه دولت واریز خواهد شد.
همچنان داکتر جوادالله علیزاده در مورد روند ساخت مرکز، رعایت اصول اساسی مالداری و اهمیت پروسس معیاری لبنیات توضیحات همه‌جانبه ارائه کرد.
در همین حال، مالداران ولسوالی قرغیو از رهبری ریاست زراعت ابراز قدردانی کرده و ایجاد این مرکز را اقدامی به‌موقع برای تقویت بازار شیر و کاهش ضایعات محصولات حیوانی عنوان کردند.
قابل یادآوری است که این مرکز ظرفیت پروسس روزانه پنج هزار لیتر شیر را دارد.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه دایره شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، د تېر مالي کال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د ننګرهار لعلپورې ولسوالی دکوچنیو کاروبارونو تمویل په موخه پر لسګونو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د هالېنډ هېواد په مالي او د «کورډیډ»او «اواچ‌ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ان‌سي‌اراو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز پارون اړوند پرونز، اشټیوي او څوڅم کلیو کې ۱۰ مستحقو، بېوزلو مېرمنو. . .

بازگشت