لغمان کې د څارویو سرشمېرنه پیلېږي
۳ لړم ۱۴۰۳ه.ش
۲۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه.ق
د لغمان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له لورې په لغمان کې د څارویو ملي سرشمېرنه پېلېږي.
دلغمان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د لغمان د مرکز په ګډون په ټولو ولسوالیو کې د څارویو معلومولو، وضعیت ارزولو او داړتیا په وخت کې د بېړنیو مرستو رسولو په موخه سروې ترسره کوي.
د دوی په خبره په همدې موخه یوشمېر وترنر داکترانو ته د سرشمېرنې ترسره کولو په پار درې ورځنۍ روزنه پیل شوه او په راتلوونکي څو ورځو کې به عملآ سرشمېرنه پیل شي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې مسؤل ویل دا لومړی ځل دې چې د څارویو سر شمېرنه ترسره کیږي، چې د مالدارۍ سکتور په پیاوړتیا کې مهم ل لري.
د کرنې وزارت د چارواکو په خبره د څارویو سرشمېرنه په ټول هېواد کې ترسره کېږي. دوی دغه راز زیاته کړه، وړاندې تر دې د مالدارۍ کره شمېره موجود نه وه خو ددې سروې په تکمیلیدو سره به دمالدارۍ بشپړ ارقام موجود وي، چې دمحصلینو ترڅنګ په نورو احصایوي برخو کې به وکارول شي.