لغمان کې د څارویو خوندیتوب په موخه د پرازیټونو پر وړاندې مبارزه پیل شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۴ - ۱۰:۳۴
لغمان کې د څارویو خوندیتوب په موخه د پرازیټونو پر وړاندې مبارزه پیل شوه

۴ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د مالدارانو او کوچیانو د څارویو خوندیتوب په موخه څارویو ته د بهرني پرازیټونو او کانګو تبې د وقایې په موخه د درمل شیندنې پروګرام پیل کړی دی.
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی محمد ولي محسن وویل، چې ددې پروسې په ترڅ کې د څارویو د بهرني پرازیټونو د له منځه وړلو په موخه پر څارویو د «ټرای کلورپام» په نوم درمل شیندل کېږي، چې وسره د کانګو ناروغۍ په ګډون د یوشمېر بهرنیو پرازیټونو مخه نیول کېږي.
دا پروګرام د لغمان دکرنې ریاست د پراختیایي بودیجې له لارې پلي کېږي، چې موخه یې د مالدارانو ملاتړ، د څآرویو د ناروغیو کچې ټیټول او په ټوله کې د مالدارۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت