لغمان کې د څارويو خوراکي توکو د توليد دوه کار خونې فعال شوې

content_admin
شنبه ۱۴۰۰/۴/۲۶ - ۱۷:۸
لغمان کې د څارويو خوراکي توکو د توليد دوه کار خونې فعال شوې

۲۶چنګاښ ۱۴۰۰
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د «کوچي کلپ» پروژې او «ډي سي ای»، موسسې په همکارۍ د څارويو خوراکي توکو د توليد دوه کارخونې فعال کړي دي.
دکرنې رياست وايي، چې د «ډي سي ای» موسسې د يادو کارخونو د فعالولو په پار دوه دانې ميلونه له دوه جنراټورونو سره او دغه راز ۱۴زره کيلو ګرامه جوار، څلور زره کيلو ګرامه کنجاړه، درې زره او څلور کيلو ګرامه سبوس، دوه زره کيلو ګرامه مشنګ، دهډوکو پوډر او درې کيلو مالګه د څارويو د خوراکي توکو د توليد په پار مرسته کړې ده. د يادو کارخونو د کارکوونکو تر روزنې وروسته به دا کارخونې ډېر ژر خپل فعاليت پيلوي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۴:۳۴
Background image

د ننګرهار کوزکونړ کې یوشمېر نیالګیو روزونکو سره  د اړینو توکو او موادو مرسته وشوه

۲۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د نیالګیو د معیاري تولید، د شنو سیمو د پراختیا او د بڼوالۍ د ودې په موخه، د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۳:۴
Background image

د ننګرهار لعلپور کې له ۷۹۴ اړمنو کورنیو سره د ۸.۷ میلیونه افغانیو نغدي مرسته وشوه

۱۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د لعلپورې ولسوالی له ۷۹۴ هغو اړمنو کورنیو سره د دوهم ځل لپاره د ۸ میلیونه، ۷۶۵ زره او ۶۰۰ افغانیو په ارزښت نغدي مرسته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۴۲
Background image

د پکتیکا اورګون کې له ۲۰۰ مستحقو بزګرانو سره د کرنیزو توکو مرسته وشوه

۱۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالی کې، د «اویک» مؤسسې له لوري، د «په لویدیځ، سویلي او سوېل ختیځ افغانستان کې د اقلیمي انعطاف او اقتصادي ثبات. . .

بازگشت