لغمان کې د ځنګلونو د پرېکېدو مخنیوي په پار هڅې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۶ - ۱۳:۳۷
لغمان کې د ځنګلونو د پرېکېدو مخنیوي په پار هڅې

۱۶ سلواغه ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د ځنګلونو د پرېکېدو مخنیوي په پار هلې ځلې کوي.
ددغو هلو ځلو په دوام د لغمان دکرنې ریاست د علیشنګ ولسوالی پورې اړوند د شمکټ حوزې د کوډکي، تره خېل او امرخېل کليو خلکو سره د ځنګلونو او څړځايونو د ساتنې، تخريب او قطع د مخنيوي په اړه ناسته وکړه او ترې  ليکلی تضمين واخستل شو، چې ځنګلونه او څړځايونه به ساتي او نه به تخريبوي او قطع کوي.
همدارنګه د دوردورې کلي اوسيدونکو او د غازي اباد ، پړهين، جمشيد اباد کلیو قومي مشرانو او علماءکرامو سره هم ناسته وکړه او د ځنګلونو ساتنې او د قطعې مخنيوي په اړه ورته سپارښتنه وشوه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت