لغمان کې د ځنګلونو د خوندیتوب او پراختیا په پار هڅې

user-admin
شنبه ۱۴۰۱/۷/۲۳ - ۲۲:۶
لغمان کې د ځنګلونو د خوندیتوب او پراختیا په پار هڅې


۲۳ تله ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۹ ربیع‌الاول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولواومالدارۍ رییس الحاج مولوي محمدولي محسن په داسې حال کې علینګارولسوالی ته دځنګلونو د وچو  لرګیو د اجازت اودچارتراشو د قطع اوقاچاق دمخنیوي په اړه سفروکړ چې ددې ریاست دځنګلونودساتنې مدیرتوریالی پیغام هم ورسره ملګری و.
ښاغلي محسن دعلینګارولسوالی دغرنیزو سیمو کلمان، بیلم، تګ اوسالاب نورلام صیب دره سیمو له قومي مشرانو، سپین ږیرو، ځوانانو اود لرګیوکاروبار یانو سره دعلینګارولسوال ښاغلی ذاهدالله فاتح په حضورکې غونډه وکړه.
د لغمان دکرنې رییس دغونډې برخوالو ته د ځنګلونو د ارزښت په هکله خبرې وکړې نوموړی وویل: «ځنګلونه دهېواد طبیعي اوملي شتمني ده اود انسانانو په ژوند کې حیاتي رول لري نوساتل یې پرموږ اوتاسولازم ده.»
ښاغلی محسن زیاته کړه ځنګلونه دسیمې دښکلا سربېره انسانانوته اکسیجن تولیدوی، دبادونومخنیوی کوي، دسېلابونوڅخه دخاورې دتخریب مخنیوی کوي اوهمدارنګه د اوبوچینې او په خاصه توګه دځمکې لاندې اوبو په تصفیه کولوکې اساسي رول لري.
وروسته ښاغلی محسن ولسونو سره د وچولرګیو د اجازت اود چارتراشودقطع اوقاچاق د مخنیوي په اړه دکرنې وزارت پرېکړه  بیان کړه: هغه وویل:« وچ لرګي کوم چې په دړونو، ځنګلي سیمواو کلیوکې له پخوا څخه پراته وي دلرګیوکاروباریان او دسیمې خلک کولای شي، چې نوموړي لرګي داخل د ولایت اویا نورو ولایتونوته دسون توکولپاره صادرکړي، البته لوند لرګیو اوچارتراشو وهل او انتقال په مطلق ډول منع دي،که چیرې لوند لرګي او چارتراش په دړونو، په بارموټراو یاپه سیمه کې ولیدل شو، نوعاملین به یي دځنګلونو دقانون مطابق مجازات کېږي.»
د لغمان دکرنې رییس دلرګیود وچوالي دمعلومولو لپاره پلاوی وټاکه ترڅو د لرګیو وچوالی معلوم کړي.
دغه راز ښاغلي محسن په قومي مشرانوغږ وکړچې دپخوا په شان قومي ناغوته دوام ورکړي اوهیچاته دځنګل د قطع کولواجازت ورنکړي.
په ورته مهال کې د علینګار ولسوال قاري ذاهدالله فاتح د وچولرګیو د اجازې هرکلۍ وکړاو د لغمان د کرنې رییس ته یې دلوند لرګیواوچارتراشو  دانتقال او د ځنګلونود وهلودمخنیوي په برخه کې ډاډ ورکړهغه زیاته کړه: «دلوندلرګيو انتقال او دځنګلونووهل په مطلق ډول دتېرپه څېر بندشوي دي اودمخنیوي په برخه کې به لاهڅې کووی.»
ښاغلی فاتح ټولوامنیتي پوستو اوچیک پاینټونو مسولینوته سپارښتنه وکړه، چې لانده لرګی ووړونکي اشخاصو لرګي سره د وسایط ضبط اوعاملین یې بندیان کړي.
دغونډې په پای کې دکلمان، بیلم، تګ اوسالاب اونورلام صیب درې د سیمو  قومي مشرانو، سپین ږیرو اوځوانانود لغمان د کرنې رییس څخه مننه وکړه چې ددوي ستونزې یې ترمشرانو رسولي اوهمدارنګه یې د وچولرګیو د اجازې هرکلۍ وکړ، نوموړي وقومي مشرانو د لغمان دکرنې رییس ته په لیکلي ډول تعهد لیک ورکړچې هیچاته به ددې اجازت ورنکړي چې دغره لانده لرګي ووهي اویايې انتقال کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۰:۲۹
Background image

ښورابک فرضي کرښې له لاري پاکستان ته د سلګونو پسونو د قاچاق مخه نیول شوې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند، د مالدارۍ آمریت چارواکي وایي، چې د ښورابک ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو او امنیتي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۷
Background image

کرنې وزارت کې د ځنګلونو د مدیریت، بیارغونې او ساتنې غونډه ترسره شوه

۱۶ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هېواد د ځنګلونو د مدیریت، بیارغونې او ساتنې په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت کې یوه مهمه غونډه د یاد وزارت د اوبو لګولو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۸:۲۶
Background image

د هلمند دوو ولسوالیو کې پر سلګونو بزګرانو د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۱۶ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د افغانستان راتلونکو نسلونو مؤسسې په مالي ملاتړ، د مارجې او نادعلي ولسوالیو. . .

بازگشت