لغمان کې د ځنګلونو خوندیتوب او پراختیا په پار هڅې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۸ - ۹:۵۱
لغمان کې د ځنګلونو خوندیتوب او پراختیا په پار هڅې

۱۸ وږي ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۳ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
 د لغمان ولایت ددولت شاه ولسوالی اړوند قومي مشرانو، علما اکرامو، ځوانانو او د ټولنو  غړو ته په ځنګلونو کې داورلګیدنې دمخنیوي، دشته ځنګلونو دساتنې او نورو ځنګلونو بیارغونې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شوه.
دلغمان دکرنې،اوبولګولو اومالدارۍ رییس الحاج مولوي محمدولي محسن دهدایت سر سم  دطبیعي سرچینو آمر انجنیر اصحاب الدین حلیمي او دجلغوزیو، چهارمغزو اوبیرې ځنګلونو مدیر انجنیر  دادمیر تلاش، دولت شاه ولسوالی ته سفر وکړه چې یاد سفر  په ترڅ کې ددړنګی، دارټو، بومبي، منډول، کوڅوک، مایو، خاص دولت شاه، درانه کلا، ملنګاني، اولوک، لمبړي، اټک، چکله، دوګړان، مشکندي، کیل، نیلخان، منګلپور، کارک، پیتک، منجغان، کمنډوک، چاشدر، ګډیاله، چنډال، تمبله، وایس، مورا او نویا درو کې قومي مشرانو،علماء اکرامو، د ټولنې غړو، ځوانانو او قومونو سره ناستې وکړې، او هم  د نوموړو درو قومونو ته په ځنګلونو کې داورلګیدنې دمخنیوي په اړه عامه پوهاوې او فنې لارښونې وکړې.
 همدارنګه دشته ځنګلونو دساتنې او نورو ځنګلونو  د بیارغونې په هکله عامه پوهاوی ورکړشو په ورته سفر کې سربیره پردې دجلغوزیو دحاصلاتو څخه دلس فیصده محصول راټولولو په اړه  اګاهي ورکړشوه، چې دیادې ولسوالی قومی مشرانو او علماء اکرامو دځنګلونو ساتنې او حفاظت همکارې ډاډ راکړ، چې یاد ځنګلونه به ساتو او بیا رغونې لپاره به هلې ځلې کوو.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له فعالیتونو څارنه وکړه

۲۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې د بوټو ساتنې او قرنطین. . .

بازگشت