لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۷ - ۱۱:۲۳
لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

١٧ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
٥ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د لغمان ولایت د امارتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د  غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوي پر مهمو موضوعاتو غونډه وکړه.
په یاده غونډه کې، چې د کرنې اداري او تخنیکي پلاوي رییس عبدالستار محمد  سربېره، ددې کمېټې نورو غړو هم ګډون کړی وو.
د غونډې په ترڅ کې د ګډ تخنیکي پلاوي رییس مولوي عبدالستار محمد د یاد تخنیکي پلاوي فعالیتونه وستایل او ترڅنګ یې ترې هیله وکړه، چې د ولسونو د شته ستونزو په حل کې کوټلي ګامونه واخلي او هغه دوسیې چې ګډ تخنیکي پلاوي ته استول کېږي تر دقت او غور وروسته یې په اړه عملي ګام پورته کړي څو د مرکز او دولسوالیو په کچه د اوسیدونکو ستونزې پای ته ورسېږي.
په دې غونډه کې دغه راز دنورلام صیب درې د خلکو ستونزه چې د غره په سر راولاړه شوې وه د کډ تخنیکي هیئت له لوري واورېدل شوه او اړوندې مرجع ته واستول شوه.
د غونډې په ترڅ کې دغه راز پر یوشمېر نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې اترې وشوې.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت