لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۹ - ۱۳:۴۶
د لغمان ولایت د امارتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د  غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوي پر مهمو موضوعاتو غونډه وکړه.

۹ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د لغمان ولایت د امارتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د  غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوي پر مهمو موضوعاتو غونډه وکړه.
په یاده غونډه کې، چې د کرنې اداري او تخنیکي پلاوي رییس عبدالستار محمد  سربېره، ددې کمېټې نورو غړو هم ګډون کړی وو.
د غونډې په ترڅ کې د ګډ تخنیکي پلاوي رییس مولوي عبدالستار محمد د یاد تخنیکي پلاوي فعالیتونه وستایل او ترڅنګ یې ترې هیله وکړه، چې د ولسونو د شته ستونزو په حل کې کوټلي ګامونه واخلي او هغه دوسیې چې ګډ تخنیکي پلاوي ته استول کېږي تر دقت او غور وروسته یې په اړه عملي ګام پورته کړي څو د مرکز او دولسوالیو په کچه د اوسیدونکو ستونزې پای ته ورسېږي.
په دې غونډه کې دغه راز دنورلام صیب درې د خلکو ستونزه چې د غره په سر راولاړه شوې وه د کډ تخنیکي هیئت له لوري واورېدل شوه او اړوندې مرجع ته واستول شوه.
له ناستې وروسته د ګډ تخنیکي پلاوي مشرتابه او غړیو د مرکز اړوند د څپرو په سیمه کې هغه ځمکه چې په کادستري نقشه کې امارتي ښودل شوې وه د یادې ځمکې له بیلا بېلو برخو څخه چې فني انجینرانو یې ملتیاکوله د تشخیص او تثبیت په موخه لیدنه وکړه دغه راز یې متصرفینو او غېرې شرعې، ذولیدي کورنیو ته یې خبرداري ورکړ چې که یادې ځمکې په اړه کوم قانوني اسناد په لاس ولري نو له ګډ تخنیکي پلاوي سره دې شریک کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست د عشر او زکات د ولسوالیو له چاراکو سره ناسته وشوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد او د عشر او زکات امرینو د ٢٢ ولسوالیو د عشر او زکات مدیرانو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

د خوست جوارسل څېړنیز فارم کې د پیازو فنګسي ناروغي تشخیص شوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت نباتي قرنطین عمومي مدیریت له لوري، د مرکز اړوند د جوارسل څېړنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کوهکران په څېړنیز فارم کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ. . .

بازگشت