لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۷ - ۹:۵۸
لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غړو د لغمان دکرنې رييس مولوي محمد ولي محسن په مشرۍ د لغمان د ولايت مقام په ميلمستون کې خپله غونډه دائره کړه.
د غونډې په پيل کې د لغمان دکرنې رييس او د کمېټې مشر مولوي محمدولي محسن لارښوونکې وينا ويلو ترڅنګ د تېرې غونډي دپريکړو دتطبيق ارزونه وکړه.
په دې غونډه کې دی یوشمېر اشخاصو ترمنځ حقوقي دوسيې، وڅېړل شول او په هکله یې لازمې پرېکړې وشوې.
دغه راز د غونډې په ترڅ کې پر یوشمېر نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې وشوې او د عاریضونو دوسیې او ستونزې وڅېړل شول.
بايد وويل شي، چې د لغمان ولايت د ځمکې د غصب مخنيوي او غصب شويو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولايت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نيولي او ترڅنګ يې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۵ - ۱۲:۵۵
Background image

مستأجرانو سره د څه باندې ۷۲ زره جریبو امارتي ځمکو د اجارې تړونونه لاسلیک شول

۱۵ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۵ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق 
د افغانستان د اسلامی امارت د امارتي ځمکو د اجارې ورکولو د قانون له مخې، د دغو ځمکو د سپارلو بهیر په رسمي ډول پیل شو او په لومړي پړاو کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۵ - ۱۰:۳۵
Background image

د ننګرهار بهسودو ولسوالی کې د بڼونو خوندیتوب په پار د ژمني تېلو استعمال چارې پیل شوې

۱۵ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۵ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د بهسودو ولسوالی ترویج مدیریت کارکوونکو له لورې د بهسودو ولسوالی بېلې او بېنګاه کلیو څخه په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۵ - ۱۰:۳۴
Background image

میدان وردګ کې د اقلیم د بدلون په اړه د کرنې مسلکي کارکوونکو لپاره ورکشاپ ترسره شو

۱۵ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۵ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د اقلیم د بدلون په تړاو یو ښوونیز ورکشاپ د کرنیزو خدمتونو آمریت، د څارویو. . .

بازگشت