لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې شپږ پنځوسمه غونډه دائره شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۴/۲۷ - ۱۵:۵۰
لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې شپږ پنځوسمه غونډه دائره شوه

۲۷ چنګاښ ۱۴۰۲ه‍.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
لغمان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غړو د لغمان دکرنې رييس  مولوی محمد ولي محسن په مشرۍ د لغمان د ولایت مقام په میلمستون کې خپله شپږ پنځوسمه غونډه دائره کړه.
د غونډې په پيل کې د لغمان دکرنې رييس او د کمېټې مشر مولوي محمدولي محسن لارښوونکې وینا ویلو ترڅنګ د تېرې غونډی دپریکړو دتطبیق ارزونه وکړه.
په دې غونډه کې کې تخنیکي پلاوی له خوا د یوشمېر هغو کسانو دوسیې او عرضې و څېړل شول، چې یادې کمېټې ته عارض شوي ول او ترڅنګ یې د یادې کمېټې له خوا غوښتل شویو کسانو سره د دوی د موضوع په هکله خبرې اترې وشوې.
ددې غونډې په ترڅ کې پر یوشمېر نورو اړینو موضوعاتو د خبرو اترو ترڅنګ یولړ اساسي او بنسټیزې پرېکړې وشوې او ترڅنګ یې د چارو د لا ښه پرمختګ په پآر د غونډې د ګډونوالو نظرونه او وړاندیزونه هم واخیستل شو.
باید وویل شي، چې د لغمان ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۲:۵۸
Background image

ننګرهار کې پر ۳۲۰ بزګرانو د سویابینو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د زده کړې او تغذیې نړۍوالې مؤسسې  په مالي او تخنیکي ملاتړ، د دې ولایت په بهسود،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۸
Background image

د پکتیکا مټاخان ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

بازگشت