لغمان کې د نږدې درې میلیونه افغانیو په ارزښت د چک ډېم د بنسټ ډبره کېښودل شوه
۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې د لغمان ولایت د مرکز مهترلام اړوند د میدانیو په سیمه کې د نږدې درې میلیونه افغانیو په ارزښت د چک ډېم د جوړېدو چارې پیل شوې.
د یاد چک ډېم د بنسټ ډبره د لغمان مرستیال والي مفتي محمدیوسف جمالزی، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت څخه د راغلي پلاوي، د اوبو د تنظیم او د اوبولګولو د نوو ټکنالوژیو د رواجولو رییس مولوي معاذالله عادل له لوري، د سیمې د قومي مشرانو په شتون کې کېښودل شوه.
د پروژې د پرانیستې پر مهال د لغمان مرستیال والي مفتي محمدیوسف جمالزی وویل، ولایتي اداره هڅه کوي چې د ولسونو د هوساینې لپاره د اوبو د مهارولو اساسي پروژې پلي کړي. نوموړي زیاته کړه، چې د میدانیو په سیمه کې د چک ډېم جوړېدل د وچکالۍ د مخنیوي او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره یو مهم او اړین اقدام دی.
همداراز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو د تنظیم او د اوبولګولو د نوو ټکنالوژیو د رواجولو رییس مولوي معاذالله عادل وویل، دغه چک ډېم د نږدې درې میلیونه افغانیو په لګښت جوړیږي، چې د دېوال اوږدوالی یې ۵۵ متره، پلنوالی ۳ متره او لوړوالی ۶.۵ متره دی، او د شاوخوا ۵۰ زره متره مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري. نوموړي زیاته کړه، چې د دې چک ډېم په جوړېدو سره به له یوې خوا د خاورې د تخریب مخنیوی وشي او له بلې خوا به د سیلابونو پر مهال د باران اوبه زېرمه شي، چې دا به د څاهګانو، کاریزونو او د ځمکې لاندې اوبو د سطحې د لوړوالي لامل شي او په راتلونکي کې به سیمه له وچکالۍ وژغوري.
په همدې مراسمو کې د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې د یاد چک ډېم د کارونو د ښه تطبیق لپاره تخنیکي انجنیران ګومارل شوي، څو پروژه په دوامداره توګه وڅاري او د لوړ کیفیت له مخې بشپړه شي. نوموړي زیاته کړه، چې د اقلیم بدلون له امله په نړۍواله کچه د اوبو سطحه (واټر ټیبل) ښکته تللې، خو د دا ډول چک ډېمونو په جوړېدو سره به د ځمکې لاندې اوبو سطحه لوړه او د اوبو د کمښت ستونزه کمه شي.
بل لور ته د یادې سیمې اوسېدونکو د دې پروژې له پیل څخه خوښي څرګنده کړه او له ولایتي ادارې یې مننه وکړه، چې د دوی د غوښتنو پر بنسټ یې دا مهمه پراختیایي پروژه منظور کړې ده. هغوی همداراز د ورته نورو پراختیایي پروژو د پلي کېدو غوښتنه هم وکړه.
در لغمان، سنگبنای ساخت یک چکدم به ارزش نزدیک به سه میلیون افغانی گذاشته شد
۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
از طریق بودجه انکشافی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، کارهای ساخت یک چکدم به ارزش نزدیک به سه میلیون افغانی در منطقه میدانیو مربوط مرکز ولایت لغمان (مهترلام) آغاز گردید.
سنگبنای این چکدم از سوی مفتی محمدیوسف جمالزی معاون والی لغمان، مولوی عبدالستار محمد رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت لغمان، و هیأت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به رهبری مولوی معاذالله عادل رئیس تنظیم آب و ترویج تکنالوژیهای نوین آبیاری، با حضور بزرگان قومی محل گذاشته شد.
در مراسم افتتاح پروژه، مفتی محمدیوسف جمالزی معاون والی لغمان گفت که اداره ولایتی تلاش میکند برای رفاه مردم، پروژههای اساسی مهار آب را تطبیق نماید. وی افزود که ساخت چکدم در منطقه میدانیو یک اقدام مهم و ضروری برای جلوگیری از خشکسالی و آبیاری زمینهای زراعتی بهشمار میرود.
همچنان مولوی معاذالله عادل رئیس تنظیم آب و ترویج تکنالوژیهای نوین آبیاری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری گفت که این چکدم با هزینه نزدیک به سه میلیون افغانی ساخته میشود که طول دیوار آن ۵۵ متر، عرض آن ۳ متر و ارتفاع آن ۶.۵ متر بوده و ظرفیت ذخیرهسازی حدود ۵۰ هزار متر مکعب آب را دارا میباشد. وی اضافه کرد که با ساخت این چکدم، از یکسو از تخریب خاک جلوگیری میشود و از سوی دیگر در هنگام سیلابها آب باران ذخیره خواهد شد که این امر سبب تقویت چاهها، کاریزها و بلند رفتن سطح آبهای زیرزمینی گردیده و در آینده منطقه را از خشکسالی نجات خواهد داد.
در همین مراسم، مولوی عبدالستار محمد رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت لغمان گفت که برای تطبیق بهتر کارهای این چکدم، انجنیران تخنیکی موظف شدهاند تا پروژه را بهگونه دوامدار نظارت نموده و مطابق معیارهای کیفی بهصورت کامل تطبیق نمایند. وی افزود که بهدلیل تغییرات اقلیمی، سطح آبهای زیرزمینی (واتر تیبل) در سطح جهان کاهش یافته است، اما با ساخت چنین چکدمها، سطح آبهای زیرزمینی بلند رفته و مشکل کمبود آب کاهش خواهد یافت.
از سوی دیگر، باشندگان محل از آغاز این پروژه ابراز خرسندی کرده و از اداره ولایتی بهخاطر منظوری این پروژه مهم انکشافی بر اساس خواستهایشان قدردانی نمودند. آنان همچنان خواهان تطبیق پروژههای انکشافی مشابه دیگر نیز شدند.
