لغمان کې د ناروغیو او افاتو هراړخیز کنټرول په پار ننداریزې کروندې جوړېږي

user-admin
جمعه ۱۴۰۲/۸/۲۶ - ۱۶:۶
لغمان کې د ناروغیو او افاتو هراړخیز کنټرول په پار ننداریزې کروندې جوړېږي

د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د بوټو د ناروغیو او افتونو هر اړخیز کنټرول او اقلیم سره برابرې کرنې په پار ننداریزې کروندې جوړوي. 
د لغمان دکرنې ریاست د چاراکو په خبره د یادو ننداریزو کروندو د جوړولو په پآر پر یوشمېر بزګرانو ۲۶ بېلابېل توکي وېشل شوي دي.
د یادو ننداریزو کروندو له لارې به په مهترلام او علیشنګ کې ټولټال ۱۸۸ بزګرانو ته د ناروغیو د هر اړخیز کنټرول، زیرکې او اقلیم سره برابري کرنې په برخو کې نظري او عملي روزنه ورکړل شي.
د لغمان دکرنې ریاست هڅه کوي چې د بزګرانو ظرفیتونه لوړ کړي، ترڅو د ناروغیو هراړخیز کنټرول ترسره، اقلیم سره برابره کرکېله ترسره شي، چې په ترڅ کې یې بزګران زیات حاصلات ترلاسه او اقتصاد یې پیاوړی شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت