لغمان کې د متراکمو بڼونو د جوړولو لړۍ پیل شو

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۴ - ۱۴:۳
لغمان کې د متراکمو بڼونو د جوړولو لړۍ پیل شو

۱۴ تله ۱۳۹۸
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدراۍ ریاست وایي، چې د «بڼوالۍ ځنځیري ارزښت پراختیا» (HVCDSP) پروژې له لارې ددې ولایت په مرکز او قرغه یو ولسوالۍ کې د مېوو متراکم بڼونه جوړوي.
د «بڼوالۍ ځنځیري ارزښت پراختیا» (HVCDSP) پروژه د زېربناوو د ودې او ښه کولو او د بڼوالۍ د محصولاتو د ځنځیري ارزښت په موخه د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې پلي کیږي.
ددې پروژې لومړی پړاو د ۷۵ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي اسټراټیژي پر اساس د شپږو کلونو په ترڅ کې د کابل، میدان وردګ، غزني، پکتیکا، پکتیا، خوست، لوګر، ننګرهار، بامیان، کنړ او لغمان په ولایتونو کې پلي کیږي.
دغه پروژه، چې په افغانستان کې د بڼوالۍ د ودې او پراختیا په برخه کې کار کوی، د اسیایي پراختیایي بانک له خوا تمویلیږي.
یاده پروژه د متوازن اقتصادي ودې او ټیکاو په برخه کې اغېزناک تمامیږي، چې عمده اغېزې به یې د بڼوالۍ د تولید د معیاري کولو ترڅنګ بڼوالۍ محصولاتو ته بازارموندنه او د محصولاتو د ارزښت لوړولو په برخه کې دي.
په پام کې ده، چې ددې پروژې له لارې د بازارموندې په برخه کې د وړتیالوړولو له لارې سیمه ییز سوداګرۍ ته وده او پراختیا ورکړل شي، د تطبیقي څېړنو او د غوره کرنیزو توکو په استفادې سره د کرنیزو محصولاتو تولید عصري شي، عصري اومدرنې ګلخونې جوړ شي، د کرنې په برخه کې کرنیز تاسیسات جوړ شي، د افغانستان د بڼوالۍ محصولاتو ته وده ورکړي او تر ټولو مهمه داچې دغو محصولاتو لپاره سوداګریز نوم یا (برنډ) جوړ کړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۴:۴۵
Background image

ننګرهار کې سلګونو اړمنو کورنیو سره د مېږو مرسته ترسره شوه

۷ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۸ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډنمارک کډوالو ادارې «ډي‌آرسي» په تخنیکي او د اروپایي ټولني او سویس پراختیایي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۴:۴۴
Background image

د میدان وردګو دکرنې ریاست: واورین موسم کې وږو مارغانو ته د دانې شیندلو لړۍ پیل شو

۷ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۸ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې يې د مارغانو د ملاتړ او ساتنې په موخه د خوراک د برابرولو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۱:۲۸
Background image

فاریاب ولایت کې هېواد ته راستانه شویو کډوالو ته د غنمو او نغدي پیسو د وېش لړۍ پیل شوه

۷ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۸ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د هېواد ته د راستانه شویو کډوالو د وضعیت د رسېدنې په موخه، د غنمو او نغدي پیسو د وېش مراسم د ریاست‌الوزراء د اداري مرستیال، د کرنې، اوبو. . .

بازگشت